د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روڼتیا د څار بنسټ په ګمرکونو کې پر فساد اندېښنه وښوده
د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وایی، د دې هېواد تر ټولو ډېر عواید له ګمرکونو تر لاسه کېږی خو په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالر حیف میل کېږی.د دغه بنسټ مشر اکرام افضلی زیاتوی په ګمرکونو کې فساد په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړی حکومتی چارواکی په کې ښکېل دی.د افضلی په خبره له امکاناتو سره سره افغان حکومت په دې نه دی بریالی شوی، چې د دې سیستماتیک لوټ او تالان مخه ونیسی.هغه د فساد اوسنۍ کچه بوږنوونکې بولی او وایی چې دا لړۍ د افغانستان اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ده.تر دې وړاندې د ولسی جرګې ځینو غړو وېیلی وو، چې د فساد له امله په ورځ کې اته میلیونه ډالر د هېواد په ګمرکونو کې حیف و میل کېږی.د یادونې ده چې کلونه کېږی د هېواد په ګمرکونو کې د فساد چیغې وهل کېږی خو تر اوسه یې په اړه حکومت په دی توانېدلی چې مخه یې ونیسی.