روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روڼتیا او عدالت مبارزه جاری ساتو

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د اوکراینی الوتکې د نسکورېدو د دوهم کال د یادښت په مراسمو کې وویل، چې حکومت به‌ یې د روڼتیا او عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوی.دوه کاله مخکې د مرغومې په ۱۸مه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه الوتکه په داسې مهال وویشته او نسکوره ‌یې کړه،چې ټولټال ۱۷۶ سورلۍ،چې په کې ګڼ ایرانی، کاناډایان او د نورو هیوادونو اتباع شامل وو.د کاناډا صدراعظم د یادې پېښې د قربانیانو د یادښت مراسمو کې وویل، چې الوتکه د ایرانی چارواکو د غفلت او د انسانانو ژوند ته د بشپړۍ بې پامۍ له امله وېشتل شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید