د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د نړۍ مسلمانان د روژې میاشتې په را رسېدو سره یوه میاشت روژه نیسی. دا چې روژه د اسلام د مبارک دین درېیمه بنا او د خدای حکم دی، خو غیر مسلمانان چې روژه نه نیسی، د روژې ځینې داسې روغتیایی او طبی ګټې یې پیدا کړې دی، چې پرته له روژې په سختۍ تر لاسه کېږی.
۱- هغوی چې وزن یې زیات وی، روژه ورته یوه ښه موقع ده چې د ثوابونو ترڅنګ، خپلې روغتیا ته هم په کې پام وکړی. په روژې نیونې سره په وینه کې د کلسترول تولید کمېږی او هر کله چې په وینه کې د کلسترول ډېر ترشح کنټرول شی، نو وزن هم ورسره کمېږی. دا د روژې مبارکې هغه فایده ده، چې نوی طب کې هم په ثبوت رسېدلې او پایلې ریښتینې دی.
۲- ښایی تاسې هم تجربه کړې وی، چې له روژې وروسته ډېر د خوراک او څښاک لپاره اشتها هغه وخت وی، کوم کې به مو ،چې روژه ماتی او پیشلمی کاوه . نو هغوی چې د کم شوی وزن له بیا اخیستو وېره لری، روژه ورته د تمرین ښه وخت دی. په دې سره دوی کولی شی، چې خپله اشتها ثابته وساتی او معده به یې داسې عادت واخلی، چې د کمې ډوډۍ په خوړلو به د مړښت احساس کوی.
۳- په روژه کې د وجود زهر لرې کېږی. دا چې ټوله ورځ یو کس روژه ونېسی، نو شااوخوا د یو کال دننه مضر زهری مواد یې له وجوده پاکېږی. د دغې چارې لامل دا دی چې د ورځې په جریان کې معده خالی وی او غذایی مواد وجود ته نه داخلېږی.
۴- شوې څېړنې ښیی چې روژه دماغی وړتیا لوړوی. په امریکا کې شوې څېړنه ښیی چې د عادی ورځو په پرتله لس ځلې د اعصابو وړتیا په روژه کې زیاتېږی.
روهی