روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

  د روژې میاشتې فضیلت د نورو میاشتو په پرتله ډېر دی

هرکال یوه میاشت روژه وی او په قرآنکریم کې ټولو مسلمانانو ته هدایت شوی،چې روژه ونیسی.د روژې په مبارکه میاشت کې قرآنکریم پر حضرت محمد((ص)) نازل شوی دی.د هلال په راوتو او لیدو روژه پیل کېږی ،کله ۲۹ او کله۳۰ ورځې دوام کوی.مسلمانان په روژه کې د ثواب د ترلاسه کولو لپاره خپل عبادات غښتلی کوی.له نېکه مرغه سږکال په داسې شرایطو کې روژه پیل شوې،چې جګړه درېدلې ، ځای یې سولې نیولی او له بل هروخت څخه هېوادوالو ته د عبادت او له ثواب ګټلو ښې آسانتیاوې برابرې شوی دی.د روژې میاشتې عبادت د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب لری.د موضوع د لا روښانتیا لپاره د هېواد خبریال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د تفسیر او حدیث مرکز له غړی سرمحقق نورالحق((عزیزی)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.

پوښتنه: د روژې میاشتې توپیر له نورو میاشتو سره په څه کې دی؟

ځواب: د روژې میاشت د نورو میاشتو په پرتله ډېره ښه میاشت ښودل شوې او قرانکریم هم په دغې مبارکه میاشت کې پر حضرت محمد((ص)) نازل شوی دی.له دې کبله دغه میاشت مسلمانانو ته ډېر ارزښت او اهمیت لری.د روژې  میاشتې د فضیلت په اړه د قرانکریم په نصوصو اوهمدارنګه حدیثونو  یادونه شوې او دغه میاشت د قرآنکریم د نازلېدو له امله بهترینه میاشت شمېرل شوې ده.همدارنګه په حدیث شریف کې د شعبان په اړه هم ارشادات شوی،چې د روژې مبارکه میاشت د راتلو په درشل کې ده .د دغې میاشتې عبادت د نورو میاشتو په پرتله اویا برابره دی.او سربېره پر دې نفل د فرض په اندازه ثواب لری او همداسې د نورو میاشتو په پرتله یو فرض برابر دی له اویاوو فریضو سره.په دې اړه نور حدیثونه هم شتون لری،چې روژه ډېر  ثوابونه لری.

ده زیاته کړه:د روژې په میاشت کې د روژتیانو په وجود کې روحی او جسمی بدلون منځ ته راځی.د روژتیانو معده پاکېږی او په نورو برخو کې هم بدلون راځی ،چې دا په حقیقت کې د کور پاکولو په څېر وی.د روغتیا علم او طب هم دا حقیقت ثابت کړی دی،چې روژه نیول هر مسلمان له روغتیا برخمن کوی؛نو ځکه روژه نیول ډېر ګټور ثابت شوی دی.د اسلام ستر پیامبر هم فرمایلی،چې روژه له روحی پلوه مسلمان غښتلی کوی او معنوی طهارت ته یې بیایی،چې په دې توګه یې له الله((ج)) سره اړیکه نږدې کېږی.د روژې نیول  انسان له ناوړو کارونو ژغوری او د ښو کارونو لورته یې هدایت کوی.ډېر نور فضیلتونه هم لری،خو موږ په همدومره بسنه کوو.

پوښتنه: څرنګه،چې افغانان د تېرو جګړو له امله ډېراغېزمن شوی دی او هرې خواته بیوزلی لیدل کېږی، نوله دغو بېوزلو سره مرسته او دهغوی لاسنیوی  څومره ثواب لری؟

ځواب: د روژې په میاشت کې له بېوزلو کسانو سره مرسته او دهغوی لاسنیوی یوه شرعی دنده ده.په تېره بیا د اسلامی حکومتونو په راس کې،چې کوم کسان شتون لری او همداسې نور انفرادی کسان مکلف دی،چې د بېوزلو لاسنیوی وکړی.هرڅوک،چې اقتصادی وس لری باید د بېوزلو مرستې ته ورودانګی.د بېوزلو کسانو لاسنیوی په روژه اوهمدارنګه نورو میاشتو کې یو ښه اقدام دی،خو په روژه کې د دغې مرستې فضیلت په مراتبو ډېر دی.همدغه د ثواب مسئله ده،چې مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې خپل صدقات بېوزلو وروڼو ته ورکوی.دا یوه داخلی انګېزه ده،چې د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب لری.د اسلام ستر پیغمبر دغه مبارکه میاشت د مېلمستیا میاشت ښودلې ده.په دغې میاشت کې د بېوزلو خلکو لپاره هم رزق او روزی ډېرېږی.

پوښتنه: د روژې په میاشت کې پر نورو لمونځونو سربېره مسلمانان د تراویح لمونځ هم ادا کوی. د تراویح د لمانځه فضیلت څنګه دی؟

ځواب: روژه د عبادت او له الله((ج)) سره د نږدېوالی میاشت ده،چې دا معنوی عالی پوړۍ او مدارج بلل شوی دی.په دې میاشت کې د ماخوستن له لمانځه وروسته د تراویح لمونځ هم ادا کېږی.په دې اړه حضرت رسول الله((ص)) فرمایلی دی:څوک چې د روژې په مبارکه میاشت کې قیام وکړی په دې ماناچې د تراویح لمونځ کوی،چې الله((ج)) د خپل پیغمبر په واسطه مشروع کړی دی.په دې میاشت کې قرانکریم په بشپړ ډول ختمېږی،چې د ختم فضیلت هم د دغې میاشتې پرثواب زیاتېږی.د تراویح لمونځ ته د رمضان قیام ویل شوی،چې هر مسلمان کولی شی د خپلو امکاناتوپه پام کې نیولو سره دا فضیلت تر لاسه کړی.د تراویح لمونځ په جومات او کورکې ترسره کېدلی شی.

پوښتنه:څرنګه،چې په هېواد کې د ناروغانو شمېر مخ په لوړېدو دی،نو پر  ناروغانو د روژې  حکم څه دی؟

ځواب: د الله تعالی((ج)) مهربانی پر خپلو بندګانو ډېره ده او په هره برخه کې یې د هغوی لپاره آسانتیاوې برابرې کړی دی.په فرایضو کې هم تخفیف راغلی دی؛ځکه انسان کمزوری موجود دی کله ،چې ناروغ شی،نو دوی ته د روژې خوړل روا شوی دی او همدارنګه مسافر ته یې هم  نه نیول روا شوی دی ،خوکله،چې ناروغ له روغتیا برخمن کېږی او مسافر له سفرڅخه راستنېږی دوی د روژې په نیولو مکلف شوی دی.

پوښتنه: ګرانو هېوادوالوته څه وینا او پیغام لرئ؟

ځواب: زما وینا او پیغام درنو هېوادوالو ته دادی،چې د روژې مبارکه میاشت یو ښه فرصت دی،چې مسلمانانو ته د عبادت او تقوا لپاره ورکړ شوی دی. دوی هم دنده لری،چې ډېر عبادت وکړی او د ښو کارونو تر سره کولو ته ورودانګی.په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې،چې زموږ هېوادوال له ډېرو ستونزو اوناخوالو سره مخ دی.هغه کسان،چې اقتصادی وس او توان لری باید دبېوزلو خلکولاسنیوی وکړی،چې په دواړو دنیاوو کې سرلوړی شی.

نوری

 

ممکن است شما دوست داشته باشید