روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روسیې په هوایی برید کې لسګونو اوکراینیانو ته  مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې د اوکراین په ((کوپیانسک)) د روسیې په هوایی بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د اوکراین دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې روسی الوتکو وړمه ورځ ناوخته د ملکی وګړو هغه موټریز کاروان په نښه کړ،چې د جګړې له سیمې په تېښته وو.د اوکراینی چارواکو په خبره په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دی. په ورته مهال د اوکراین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونو د ختیځ دونڅک سیمې ((لیمن)) مهم ښار ته داخل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید