روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال امریکایی سفیر سولیوان سره ګوری

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګی ریابکوف وایی: په پام کې لری ډېر ژر به په مسکو کې د امریکا له سفیر جان سولیوان سره وګوری.د روسیې لپاره د امریکا سفیر چې دوې میاشتې له خپل مقامه لرې و، تېره اوونۍ بېرته مسکو ته ستون شو.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګی ریابکوف پرون تاس خبری اژانس ته وېیلی: راروانه اوونۍ به له سفیر سولیوان سره وګوری.ده وېیلی، چې په خبرو کې به په امریکا کې د روسیې د ماموریتونو او په روسیه کې د امریکا د ماموریتونو د چارو د عادی کېدو موضوع هم شامله وی.د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه روسی سیال ولادمیر پوتین د جون پر شپاړلسمه په جنیوا کې تر خپلې کتنې وروسته ووېیل ،چې د دوی دیپلوماتان به د اړېکو د عادی کېدو لپاره بېرته ستانه شی.دواړو هېوادونو په اپرېل میاشت کې د یوه بل ډیپلوماتان اخراج کړی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید