د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې، ایران او ترکیې استازی د روسیې په تفریحی ښار سوچی کې د سوریې د ۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کوی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په یوه بیان کې وویل، په دې غونډه کې به د سوریې د اساسی قانون د یوې کمېټې پر جوړولو، دامن سیمې په رامنځته کولو او په سوریه کې د بشری وضعیت په اړه خبرې وشی.د سوریې په اړه د سوچی په غونډه کې به د اردن یو چارواکى او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى ستیفن دی میستورا د څارونکو په توګه ونډه ولری.