روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د رسنیز او تبلیغاتی فعالیت غښتلتیا ته د بیا پاملرنې ټوکېدلې هیلې !!

محسن سعود

د روانې سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د اسلامی امارت د پخوانی فرهنگی کمېسیون څو کلیدی غړو چې اوس د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او ځینې یې نورو برخو او ریاستونو کې دندې لری؛ د کمېسیون د مشر او د اسلامی امارت د ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد په مشرۍ ناسته وکړه چې پکې د هغه د سکرتر رول ترسره کونکی ښاغلی بلال کریمی، د کمېسیون مرستیال او جنوب زون مسئول مولوی احمدالله وثیق، د کمېسیون د شمال زون مسئول او د څرک مجلې مدیر مولوی عتیق الله عزیزی، د الاماره ویبپاڼو عمومی مسئول قاری محمدیونس راشد، د الاماره د دری برخې مسئول مفتی انعام الله حبیبی سمنگانی، د اسلامی امارت دوهم ویاند قاری یوسف احمدی(ملا رازمحمد)، … د الاماره د سمعی او بصری څانگې او بیا شریعت غږ رادیو مسئول مولوی احمدالله متقی(اسد افغان)، د مورچل مجلې مسئول مدیر مولوی محمد ابراهیم نبیل(صلاح الدین صارم)، د کمېسیون سلاکار مولوی سعدالدین(حاجی اکبر)، د تاریخ څانگې مسئول قاری سعید زرمتی او د الاماره ویبپاڼو او بیا د شریعت غږ رادیو تخنیکی مسئول عبدالواحد ریان گډون کړی و او د وږی میاشتې د ۹ مې د وروستی اشغالگر پوځی د وتو-د افغانستان د آزادۍ  ورځې دلمانځلو، ورته د تیاری او رسنیز پوښښ ور کولو باندې  د کمېسیون له یوې پخوانۍ برنامې سره سم بحث وشو، په اړه یې تصمیم ونیول شو او گډونوالو ته یې اړوندې دندې وسپارل شوې.

د کمېسیون د وخت برنامې د ملگرو په اخلاص، جهادی احساس او ولولو، رښتونی او ټینگ یو والی او انسجام، تعهد او ژمنتیا او ډېرو نورو دا ډول ښو مواصفاتو باندې ولاړې او پلې کېدې چې سرچینه به یې یوه او د مشر په توگه به یو تن لکه د برق سیستم ډېر څراغونه روښانه کول، د ټولو گروپونو رڼا به هم یو شان تېزه/خپه وه، په هر حال ترمنځ سره همغږی او همپاله و او داسی نه وو چې په لیږو توپیرونو ډېرې سرچینې او سیستمونه وجود ولری او فعالیت یې بیا د سرچینو ترمنځ توپیر په پرتله څو برابره زیات لږ او ډېر وی چې ښه او د موضوع دننه بېلگه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې گڼ معینیتونه دی چې ترمنځ لږ توپیر سره یې اړوندې ټولې چارې د ښاغلی ذبیح الله مجاهد له کنتروله ووتې، د معینانو د وړتیا په کچه په لوړ او ټیټ کیفیت ترسره کېږی او ترمنځ یې اړینه همغږی هم نه ښکاری چې دغه وزارت یې له روان مخ پر ځوړ او پیکه رسنیز او تبلیغاتی وضعیت سره مخ کړی. دا سمه ده چې د کمېسیون(تیت وپرک نظام)له کچې وزارت(فعال نظام)ته دسیستم او هم یې دفعالیتونو بدلون غوښتنې ډېرې کړې وې، خو دومره هم نه لکه چې وشول، تر غوښتنو یې ډېر ور کړل شول او په پلمه یې په چارو، فعالیتونو او کار کوونکو کې هغه همغږی او انسجام له منځه لاړ چې د کمېسیون او وزارت په دواړو شکلونو ترسره کېدو کې یې نه توپیر و، نه باید توپیر شوی وی او نه یې هم د کوم توپیر په پلمه بدلون ته اړتیا لرله، بلکې د همدې همغږۍ او فعالیتونو د ښه والی خوندیتوب د سیستم له دا ډول بدلونه ډېر اړین او غوره و. له دې وړاندې مې هم په څو مستقلو لیکنو کې او په ځینو نورو کې مې په ضمنی ډول هڅه کړې چې له خپل اند سره سم یې په وړاندې خاورې باد کړم، خو…دلته مې هم پیل د سنبلې د لومړۍ نېټې دغونډې گډونوالو د کمېسیون مهال د دندو په ښودلو ځکه کړی چې یو ښه احساس او کیف، زاړه یادونه او غوره فعالیت او د هغه څرنگوالی ته د پام اوښتو او پاملرنې پیغام له ځان سره لری، د نظام په کچه اوسنیو دندو په عموم کې ډېرې نیمگړتیاوې، ناحقۍ او بې استحقاقۍ، دوه لوریزې(گمارونکو او گمارل شویو)تېروتنې، د اهلیت-اخلاص-ژمنتیا نه شتون او…له امله د یو بې خونده او تقریباً بد احساس ورکوونکې دی.

د سنبلې۹مې ته د تیارسۍ ددغې غونډې برنامه یو ځل د دوحې تړون په مناسبت ترسره شوې وه چې ډېرو ملگرو ته یې د رسنیز انعکاس په برخه کې بېلابېل رولونه، په بېلابېلو اړخونو یې د تبصرې پوهاوی او پراخ امکانات ورکړل شوی و، خو دا ځل به پرې نور غږېدل له وخته وړاندې وی، یواځې دومره به ووایو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت روان تبلیغاتی او رسنیز وضعیت په اړه د گډونوالو د درک، پر کتو یې د مسئولیتونو ترڅنگ پرې د خدای ج پېرزو کړی استعداد-ذوق-وخت له امله ور له غاړې رسالت او مکلفیت او تېر اخلاص—احساس-همغږۍ-اصلاح-ارمانونو-رښتونی خدمت-د پرمختگ او ژغورنې هیلو او دا ډول ډېرو نورو ټکو ته د ور گرځېدو الهام او پیغام را کوی. څلور کونجه نړۍ له خپل گوټ گوټ څخه پر۱۹۰ژبو اعتراف لری، موږ یې د لوبغاړو په توگه عینی شاهدان هم یو او نور په دې کې شک هم نه پاتې کېږی او نه هم شته چې زموږ همدغه درک، احساس، رسالت، همغږی او نور نېک مواصفات وو چې زموږ په وړاندې د غربی جگړې، صلیبی امپراتورۍ او یو قطبه نړۍ د زور او یکه تازۍ ریښې مو پرې وموندلې، همالته مو پرې هم کړې او لکه څرنگه چې د هغوی ټول بنسټونه پر تبلیغاتو درول شوی او ولاړ وو؛ موږ هم پر همدې رسنیزو او تبلیغاتی انعکاساتو هغه ونړول او څه چې مو غوښتل؛ پرې ترلاسه موکړل، نن وروسته له هغې چې له یو بدمرغه ملت پرته پر بل هېڅ نه یادېدو؛ یو غیور، باتور، مجاهد، ازاد، خپلواک او د نړۍ په کچه یو بریمن او سیال ملت یو او دا دی بیاهم د رسنیز او تبلیغاتی پوښښ هماغه رول ته پر کتو یې د کلیزې لمانځلو ته هم په همغه پخوانی احساس، درک او اخلاص له زړو یادونو او د سنگرله یارانو سره غونډې راغواړو او هماغه برنامې پلی کوو. والحمدلله !.

خو لکه چې اشاره مې ورته کړې؛ هره شېبه په دې غمېدونکې تلوسه یم چې کله به بیا پرهنگپال او قلموال ملگری خپل ویاړلی تېر ته ور وگرځی؟ کله به بیا په دې سنگر او د رهبرۍ دفتر کې یې هماغه همغږی او انسجام را منځته کړی؟ او کله به د دښمن دغه په درز کې روان تبلیغات او له بل هر وخته یې گرم او ځواکمن ساتلی ډگر او سنگر د تېرو ماتو او پرځېدنو په لړلیک کې ور زیات شی؟ ځکه له یوې خوا موږ د خواشینوونکو لاملونو له امله اوږد غفلت وکړ او لا دوام لری، له بلې خوا اوس د هېواد پر لوېشت لوېشت-هر کاڼی اوبوټی-ټولو ادارو-هېوادوالو-کورنیو او بهرنیو چارو-مړه او ژوندی-تور اوسپین-وچ او لانده-بېلابېلو قشرونو-گڼو لږکیو اسلامی امارت واکمن دی چې د هر یو شتون پر لسو ژبو او رنگونو تبلیغاتی انعکاس اخلی او له درېیم لوری دښمن له دې موکې په گټې اخیستنې تر خولې مړۍ غټه اخلی او داسې سپین سترگی کوی؛ لکه په خپل ټول تاریخ کې چې یې نه ماتې لیدلې وی او نه یې سوچ کوی. همدلته په کابل کې د نړیوالې کچې ستر هدف په نښه کولو او له منځه وړلو گنگوسه غږول یې ښه بېلگه ده چې په واقعیت او حقیقت پورې یې د غرب او زموږ گران هېواد دواړو لپاره خورا لویې مسئلې، سترې موخې او بدې پایلې تړلې وې/دی، خو… دا چې شته ځواک، وړتیاوو او واقعیتونو ته په انعکاس ور کولو مو سر او غوږونه نه دی ور خلاص کړی؛ د پړې گوته باید ځان ته ونیسو او خپل رسنیز او تبلیغاتی غفلت یې وگڼو چې له لومړی سره مو د میاشتنیو مجلو په بڼه چاپی خپرونو، د لیکنیز او رسنیز یواځینی مایک په توگه الاماره ویبپاڼې، عزم او کابل ټکی کام ویبپاڼو، الاماره-منبع الجهاد-الهجره سټوډیو گانو فعالیت ودراوه، ورپسې مو رسنیز فعالان او فرهنگی ملگری له لاسه ورکړل، ورسره خواله رسنیو کې فعالیت ټکنی شو او بیا د کمېسیون پاتې ملگری د وزارت اړوند معینیتونو او بستونو کې سره ووېشل شول او پر معینیتونو د چارو وېش  په رسنیز ډگر کې د کلیدی څېرو د همغږی رول متلاشی او په همداسی پاشلی حالت کې یې پر خپل ځای پورې محدود هم کړ چې ورسره یادې څېرې د پخوانۍ رهبرۍ له کنتروله هم یوه یو ووتلې، پایله کې یې یاده رهبری بیا له خپل هر اړخیز رول سره یواځې په ویاندویۍ کې محدوده شوه او نور رول یې له گټې اخیستنې پاتې دی.

په دې ډول لکه د یوې منظمې طرحې له مخې چې رسنیز او تبلیغاتی فعالیت دې ځای ته را رسول شوی وی، خو که معینیتونه او بستونه زیاتول کېږی؛ مخکې له مخکې یې ترمنځ پر همغږۍ او انجام باید فکر شوی او غم یې خوړل شوی وی، د اشغال د تپلی رژیم هم یوه د پام وړ ستونزه همدا وه چې بستونه او مامورین یې ډېر کړی وو، پرته له دې چې ترمنځ یې همغږی په پام کې نیول شوې وی. د رسنیز او تبلیغاتی ډگر ټولې چارې یو له بل سره تړلې او همغسې په خوندی او اغېزمنه توگه سرته رسولو کې د چارواکو او کارکوونکو همغږۍ او انسجام پوری تړلې دی چې دا تړاو پرېکون نه منونکی هم دی، تر یوې رهبرۍ لاندې او له غوره همغږۍ سره فعالیت پر هغه ټول څه ارزی چې تازه را منځته، خو همغږۍ ته پکې پاملرنه ونشی، خو زه نا هیلی هم نه یم او د سنبلې۹مې غونډه کې یې بیا را ټولېدل یو ښه زېری او په رسنیز ډگر د بیا همغږۍ او انسجام څرک گڼم او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د رسنیز او تبلیغاتی فعالیت غښتلتیا ته د بیا پاملرنې هېلې یې را ټوکولی او امید دی په تعقیب یې پخوانۍ ټولې برنامې، فعالیتونه، لارې چارې او امکانات به بېرته په کار واچول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید