روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ وړاندیز او بېلابېل دریځونه!

د لوېدیځو رسنیو هغه رپوټ،چې ګنې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدا په اړه غور کوی،بېلابېل حساسیتونه را پارولی دی، افغان حکومت یې مخالفت کړى او یو شمېر سیاسیون یې د ملی پخلاینې د تحقق په شرط ښه وړاندیز ګڼی. ویل کېږی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ولسمشر اشرف غنی ته وړاندیز کړى چې انتخابات وځنډوی، خو ښاغلی غنی ور سره مخالفت کړى دى. پرون یوځل بیا ارګ وویل: (( افغان حکومت د اساسی قانون پر اساس او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوری د ولسمشریزو ټاکنو ټاکل شوې نېټې ته ژمن دى، خو نور غبرګونونه په دې اړه مثبت دى. په داسې حال کې،چې لومړى خو افغان حکومت د امریکا د سولې لپاره د هڅو ملاتړ کوی او له طالبانو هم درګرده غوښتنه کوی، چې په سیاسی بهیر کې ورګډ شی، بل لورى ولسمشر غنی ټینګار کړى ،چې ولسمشریزې ټاکنې به د پلان له مخې د راتلونکی میلادی کال د وری په ۳۱ مه وشی، خو ولسمشر غنی دا هم ویلی: (( د [ آزادو او ټول شموله ] ټاکنو پر اساس به افغانان خپله راتلونکى  مشرتابه وټاکی.)) هو [ ازادې او ټول شموله ټاکنې!] د قانون له مخې ټاکنې باید (( سرتاسری، ټول شموله او عادلانه )) وی، چې (( ټول ملت )) په کې ونډه واخلی، له دې پرته د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راځی، خو که وسله وال طالبان په سیاسی بهیر کې ګډ نه شی، جګړه دوامداره وساتی، د ټول شموله ټاکنو امکانات نشته، دښمن هم د جګړې د جغرافیې د پراختیا لپاره هڅې کوی،چې ټول شموله ټاکنې ونه شی! په دې اړه باید په سړه سینه فکر وشی،چې دا مسئله د کابل او واشنګټن ترمنځ ناندرۍ راپورته نه کړی، په داسې حال کې، چې افغانستان د امریکا سیاسی، پوځی او اقتصادی ملاتړ او همکارۍ ته سخته اړتیا لری. امریکا د ټاکنو د ځنډولو د توجیې اصلی دلیل له طالبانو سره د سولې روانې خبرې بللې. امریکا هڅې کوی ،چې طالبان د افغانستان په سیاسی بهیر کې یوځاى کړی. افغان حکومت هم دا غواړی، دا د سولې لپاره د افغان حکومت او امریکا ګډې هڅې دی، نو سولې ته د رسېدو لپاره، باید انعطاف وی او کله چې پارلمانی ټاکنې د وخت حساسیت ته په پام سره څو کاله وځنډېدې ،نو خیر که ولسمشریزې ټاکنې هم د سولې لپاره وځنډېږی، ځکه چې سوله تر ټاکنو مهمه ده. د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز زلمی خلیلزاد له یو شمېر نورو افغان نفوذ لرونکو شخصیتونو سره هم مطرح کړى. په همداسې حال کې ملی غوښتنه دا ده، که طالب راځی او په سیاسی بهیر کې ورګډېږی، نو باید امریکا دا ضمانت ورکړی، چې د طالب په زریعه به د افغانستان دښمن لوری د خپلو ناوړو موخو د دوام لپاره په راتلونکی حکومت کې غوښتنه ونډه ونه لری، بلکې دا به ولسواک ملی حکومت وی. بل دا چې امریکا باید په لوړ او قوی دریځ دا ضمانت ورکړی،چې که طالب سوله کوی، جنګیالی به یې د دښمن له خوا د جګړې د دوام لپاره د داعش په لیکو کې نه ورګډېږی او بل دا چې باید روښانه شی، چې د کومو ملی مصالحو،د ولسواک نظام د دوام او د افغانستان د پرمختګ د ضمانت په صورت کې دا ټاکنې وځنډول شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید