روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د دوو موازی نظامونو فزیکی او معنوی سقوط !!

محسن سعود

په گران هېواد افغانستان کې مو بیا اسلامی امارت/نظام یو کلن شو، د کالیزې په لمانځنه کې یې د واک له کره او هر اړخیزې ارزونې پرته یواځې د سقوط ټکی ته تم کېږو چې له منځه تللې پردیپاله جمهوری او پر ځای یې راغلې خپلواکه اسلامی واکمنی دواړه یې لری، خو یواځې په فزیکی او معنوی توپیر. کابو یو کال وړاندې همدا ورځې زموږ په گران هېواد کې شل کلن صلیبی ښکېلاک بشپړ مات او ټوټه ټوټه شو چې ورسره سم یې دلته د خپلې خوښې تپلی جمهوری استعماری نظام هم ښه په خرپ او ترپ ونړېد. دا چې ښکېلاک څنگه او تپلی استعماری جمهوریت یې څنگه و؟ څه یې وکړل او څه یې ونه کړل؟ څنگه او ولی له منځه لاړل او د ټوټه کېدو او نړېدو صحنه یې څه ډول وه؟ اوږد داستان دی چې د نړۍ د تاریخ ځانگړی باب جوړوی، په همدغې کچه ډېر څه پرې ویل شوی او ویل کېږی او په دې کې شک نشته چې دلته ترې په کیسه کې هم داسې ډېر څه راتلای شی چې د هېواد دننه او بهر شرائط، د ولس بېلابېل وضعیتونه او پر بنسټ یې د اسلامی امارت ځینې کورنۍ او بهرنۍ-مخکینۍ او اوسنۍ پالیسۍ نه ایجابوی، افغانستان له سیمې او نړۍ سره ښې او اسلامی امارت له ټولو هېوادوالوسره(مرور دی که خوشاله، په کور دی که د باندې)او هم د هغوی تر منځ رښتونې ورورۍ او یووالی غواړی، بلنه ور کوی چې له بهر څخه کورته راشی او تېر هغه څه یې چې په دې لاره کې ورته خنډ او ځنډ رامنځته کوی آن په کومه ناسته او مجلس کې هم نه را یادوی.

خو په لنډ ډول: صلیبی ښکېلاک چې څومره پراخ او زموږ د گران هېواد په وړاندې یې ټوله نړۍ یو قطبی کړې وه، په کومه کچه چې د نړیوالې یکه تازۍ غرور او سرمستۍ پر سر اخیستی او تبلیغاتو پړسولی و او له امله یې څومره چې موخې مبهمې او خیالی وې او څنگه چې یې پر بنسټ اوږده موده په مبهمه جگړه کې ښکېل شو؛ هغومره یې ټوټه کېدل، د تپلی استعماری جمهوریت نړېدل او گډه پرزېدنه ځپونکې او همغسې د اسلامی امارت د موازی نظام په توگه د یاد جمهوریت فزیکی سقوط له تعبیره لوړ و چې د وروستیو بهرنیو ځواکونو د روانېدو یو لړ هغه انځوریزې صحنې یې ښه جوتوی چې پکې په همدې حال طالب جنگیالیو له دوو او دریو مترو واټن څخه او همدارنگه د هوایی ډگر له ټاورونو او د کانټینرونو له بامونو تر ذهنی فشار لاندې نیولی. همدارنگه د ښکېلاک د سرخېلو او دلته استعماری نظام او چارواکو یې وروستی ځپلی نړیوال او کورنی حیثیت د دغه نظام د سقوط حجم ښه جوتوی چې پر ښکېلاک او تپلی جمهوریت یې ولاړې ډیموکراسی، لنډمهاله او اوږد مهاله پلانونه او ستراتېژۍ، تړونونه، ژمنې، موخې او گټې هرڅه آن په دې لاره کې په اصطلاح بشری مرستو او ډیپلوماټیکو اړېکو سره چې له افغانانو او افغانستان سره یې ساتلې له منځه لاړل.

پر ځای یې له بشپړې ازادۍ او خپلواکۍ څخه د برخمن اسلامی امارت/نظام را منځته شو، دا چې څنگه و او څنگه را منځته شو؟ د رامنځته کېدو صحنه یې څه ډول وه؟ څه یې وکړل؟ له کومو ننگونو را تېر او کومې لا پر وړاندې لری؟ د هماغه یاد داستان برخه دی چې د نړۍ د تاریخ ځانگړی باب جوړوی او… له دې امله هم پرې نه غږېږو چې د واک له تحلیل او ارزونې پرته یې یواځې د معنوی سقوط ټکی را اخلو، هغه چې شل کاله وړاندې لومړۍ واکمنۍ د لاسته راوړنو او پرمختگونو په شور او ځوږ کې هم د هغه د فزیکی سقوط له ټولو سترلامل ثابت شوی او اوس هم سره له دې چې اسلامی امارت، داعیه او موخې یې، پالیسۍ او پر بنسټ یې چارې او برنامې له لومړی ځل څو کلنې واکمنۍ سره پخېدو او پرې د هغه مستحکم بنسټ ښودل کېدو وروسته د اسلامیت او افغانیت په چوکاټ کې د تحلیل او ارزونې اړتیا نلری؛ بیاهم په کور دننه، په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې په اړه شکونه، اندېښنې، پوښتنې او ورسره ټکر غوښتنې له ټولو زیات مطرح موضوعات دی چې له اړتیا پرته دښمنو کړیو د خپلو دښمنانه پالیسیو په چوکاټ کې رامنځته کړې، خو که دغه ټکی ته پاملرنه زیاته، جدی او کره شی؛ د دې گردو موضوعاتو د له منځه تللو چې د اسلامی نظام د معنوی او پرې ولاړ فزیکی غبرگو سقوطونو لامل گرځی؛ مخنیوی به شوی وی.

اسلامی امارت د لومړی ځل واکمنۍ پرمهال د جگړې په ډگر کې له چټکو پرمختگونو سره په حکومتولۍ کې هم گړندی او د پام وړ گامونه پورته کړل چې د ټاپی پروژې، د نوی پولی واحد چاپ، د گرځنده ټلیفون یوې شبکې او… پر سر له ځینو بهرنیو شرکتونو سره ترسره کړې ناستې او تړونونه یې څو بېلگې دی، خو تبلیغاتی پوښښ یې څومره چې ورته پکار و؛ نه درلود، بیاهم غربی رسنیو د خپلو موخو لپاره چې کوم مغرضانه پوښښ ور کاوه؛ ترې زیات و، په واقع کې دلته له همدې جنسه یوه پټه تبلیغاتی جگړه وه چې یوه برخه یې همدغه مغرضانه پوښښ جوړوله او بیا بریا ته هم ورسېدله، خو د اسلامی امارت یې یا اړتیا او حجم ته پام نه و او یاهم یې ورسره بې پروایې وکړه چې د معنوی او فزیکی سقوط لامل یې شو، بیاهم چې یې ورته پام شول، پاملرنه یې ورته وکړه او د خونړۍ وسلوالې جگړې په سیوری کې یې په ښه ډول ترسره هم کړه؛ له مطلق سقوط وروسته یو ځل بیا له تېر څخه په ډېر پرمختللی توپیر پر هېواد واکمنېدو کې یې رول له هیچا پټ نه دی او آن هغه دښمن هم پرې پر لسو ژبو اعتراف لری چې له پیله یې خپله پر تبلیغاتو د نوې کارنده حربې او ضربې په توگه وسلواله جگړه تقویه او اسلامی امارت یې پرې سقوط کړ.

په لنډ ډول ویلای شو چې د اسلامی امارت په لومړی ځل سقوط کې هم د پام وړ رول د دښمنانه تبلیغاتو و، بیا اوس هم تبلیغاتو د هغه په بېرته را گرځېدو کې په هماغه کچه رول لرلی او په دې ډول تبلیغات او تبلیغاتی جگړه په پرمختگونو کې له بلې هرې هغې خپل رغنده او اغېزمن رول په اثبات رسولی دی، خو په خواشینۍ سره واک ته د اسلامی امارت له رسېدو سره سم لکه چې ټول چارواکی یې د تبلیغاتو له دغه رول څخه سمدم منکر شوی وی چې یواځی د ځمکنی واقعیت په توگه پرمختگونو باندې ترکیز کوی او نور بیا ورته د پوښښ ور کولو هیڅ هڅه نکوی، سره له دې چې غربی رسنۍ پرې بشپړې چوپې دی، یا یې سرچپه انعکاسوی او یا یې هم پر ځای ورته نور موضوعات رسنیز کړی، دا چې د مغرضانه پوښښ ډېرې هلې ځلې یې چې په تېر کې یې د خپلې تبلیغاتی جگړې یوه برخه وه او په را وروسته کې د اسلامی امارت په پلوۍ اسلامپالو مبارزینو په خپله گټه را وڅرخولې؛ یادې رسنۍ یې ترې زړه تورې کړې، خو روان تبلیغاتی مخ پر ځوړ وضعیت ته په کتو که دښمن لکه چې لیدل کېږی بیا له دې لارې هڅه وکړی او په وړاندې یې همداسی مبارزه نه وی؛ بدې پایلې لرلای شی.

د خپلو او پردیو پرېکړو، پالیسیو، پرمختگونو، لاسته راوړنو او نویو موندنو، وړاندې کړیو خدماتو، پلانونو، روانو او راتلونکو هلوځلو، څرگندونو، غبرگونونو او…اړوند د فرهنگی او تبلیغاتی پوښښ نه شتون که له یوې خوا د دښمن د توندې تبلیغاتی جگړې او د جگړې له ټولو د زیان رسوونکی رنگ په وړاندې موږ فلج او تبلیغاتی رادار مو له کاره لوېدلی ښیی، له بلې خوا پر هېوادوالو او د نظام دننه دهرې برخې پر چارواکو او افرادو هم منفی اغېزه ښیندی، د دښمن تبلیغات یې غولوی او موږ یې په وړاندې پړ انگېری، د هېواد-وگړو-نظام-چارو-چارواکو په اړه کره درک نشی لرلای چې د پایلې په توگه یې د نه هیلۍ ښکار او په رنگ رنگ نادودو سر کېږی اوله ټولو گواښوونکې دا چې په نظام کې را ټولو وگړو څخه د نظام په چوکاټ کې د فعالیت موخې، لومړیتوبونه او د ترسره کولو انګېزه ورکېږی، ولوله یې پکې کمزورې کېږی او په نتیجه کې یې د رښتونی خدمت پر ځای د واک، رتبې، چوکیو او ډول ډول مادی هوسونو ښکار گرځی چې تر اوسه یې هم ځینې اغېزې شته او همدې ته د تېر په پرتله بشپړ معنوی سقوط وایو او ویلای یې شو.

په تېر کې مو فرهنگی تبلیغاتی مبارزه دومره پیاوړې وه چې باوری یم که اوس هم همغه توکی رسنیز کړو او ترې کار واخلو؛ پورته یاد شوی د اوس مهال مطرح موضوعات ټول له منځه وړلای او چپ کولای شی، ځکه هغه په بېلابېلو بڼو زموږ د همدې فرهنگی او تبلیغاتی غفلت زېږنده دی، جوبایډن هم اوس دومره غټ زړه وکړ چې د نن ستر حریف افغانستان په پلازمینه کې د نړۍ په کچه د ستر مخالف دکتور ایمن الظواهری د وژنې تبلیغاتی هڅې کوی او ځینې نورې استخباراتی کړۍ بیا د نړۍ پېژندل شوې سیاسی ډلې او د امریکا استخباراتی پروژې وروستیو بزدلانه کړنو ته مذهبی رنگ او نوم ور کوی، هغه څه چې له ټولو هڅو او خواریو سره پکې له ماتې وروسته یې زموږ د تېرې فرهنگی او تبلیغاتی مبارزې په وړاندې اټکل قدری هم څه نشو کېدای او که په فرهنگی او تبلیغاتی ډگر کې زموږ همدا غفلت وی د غربی موخو او پالیسیو په چوکاټ کې را ټوکول شویو اصطلاحاتو او مطرحو موضوعاتو، د جوبایډن د جسارت او د یادو استخباراتی کړیو د کړنو د نوی نوم او رنگ پایلې او موخې ډېرې سنگینې بدمرغۍ او بد پیغامونه یې کېدای شی.

لا سمح الله لا قدرالله

ممکن است شما دوست داشته باشید