روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د دولت او طالبانو د تماس ډلو د غونډو پر دوام سلا وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو د مذاکراتی ټېمونو د تماس ډلو تر شااوخوا دوو اوونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا خپلو غونډه کړې ده.د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مذاکرتی ټېم ویاند او غړی نادر نادری ویلی ،چې د دواړو لوریو ترمنځ یاده غونډه وړمه شپه شوې ده.نوموړی پر ټویټر لیکلی چې د تماس ډلو ترمنځ په دې غونډه کې د اختلافی موضوعاتو پر حل بحث شوی.ده ویلې، چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته غونډو پر دوام توافق وشو.په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلی ،چې دواړو لورو په دې غونډه کې د اختلافی موضوعاتو پر هواری خبرې کړی دی.په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو د مذاکرتی ټېمونو ترمنځ بین الافغانی خبرې د تېرې سپټمبر پر۱۲مه پرانیستل شوی، خو تر دا مهاله د خبرو د اجندا د کاری طرازلعمل په اړه هوکړې ته نه دی رسېدلی.د دواړو لورو د تماس ډلې پر داسې مهال د اختلافی موضوعاتو د هواری په اړه بحثونه کوی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې روانه اوونۍ د افغان سرتیرو او طالبانو د درنو جګړو شاهد و.د افغان چارواکو پر وینا په دغه جګړه کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سړکونه او پلچکونه تخریب شوی او ګڼ شمېر خلک د جګړې له وېرې له خپلو سیمو څخه وتلې دی.بلخوا په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په هلمند کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف پر طالبانو هوایی بریدونه کړی دی.بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو برید د امریکا او طالبانو د موافقې خلاف بللی دی او زیاته کړې ده چې په راتلوونکې به هم ورته بریدونه وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید