د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه یو کلنه شوه، افغان دولت دغه تړون بې ګټې بللی او وایی، چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.د افغانستان د ملی امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون رسنیو ته په استول شوی ویډیوی پیغام کې ویلی، چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی او له دې پرته یې افغانانو ته هېڅ ګټه نه ده رسېدلې.د ښاغلی اندړ په خبره، له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی.نوموړی وایی: د په دوحه کې د بین الافغانی مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ شوې او پر وینا یې، که د سولې هوکړې ته له افغانی لیدلوری وکتل شی، نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی دی، افغانانو ته درانه ځانی او مالی زیانونه اوښتی او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی.د ملی امنیت شورا ویاند په داسې مهال دغه څرګندونې کړی ، چې تر دې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلی ، چې دوی یادې هوکړې ته ژمن دی او له امریکا یې هم ورته تمه ښودلې ده. ر م��a��p�