د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
نشنل انټرسټ لیکی د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه تش په نامه ده او ټرمپ یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره لاره جوړه کړې ده.نشنل انټرسټ نشریې په مقاله کې لیکلی ، چې له طالبانو سره د هوکړې تر شا د ټرمپ موخې تر ډېره اقتصادی وې او له امنیتی مسایلو سره یې دومره خواخوږی نه لری.د سرچینې په خبره ټرمپ یوازې غواړی په افغانستان کې جګړې کلنی پنځوس میلیارده ډالر لګښت له خپلو اوږو لرې کړی او تر څنګ یې خپله هغه ژمنه پوره کړی ،چې ویل یې د امریکا ناپایه جګړې به پای ته رسوی.سرچینه کاږی د دوحې هوکړې په لاسلیک جګړې نه دی کمې شوی، هره ورځ په افغانستان کې خونړۍ نښتې کېږی ، نو له همدې امله د طالبانو او امریکا هوکړه تش په نامه او دغه راز د ټرمپ لپاره د خټو پوزه وه، څو خپل سرتېری له افغانستان وباسی.نشنل انټرسټ داسې مهال دا مقاله خپروی ،چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغانی مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دی.