د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د دوبۍ د حاکم او امیر محمد بن راشد المکتوم برېټانیا ته تښتېدلې ۶مه مېرمن وایی: خپل بچیان به شیخ ته ورنه کړی. د اردن د شاهی کورنۍ لور شهزادګۍ حیا بنت الحسین چې په لندن کې ده او له مېړه سره یې لانجه ده، د محمد بن راشد المکتوم هغه غوښتنه یې په کلکه رد کړې، چې له مخې یې باید دوه زامن د دوبۍ حاکم ته ورکړی. محمد بن راشد المکتوم، شهزادګۍ حیا ته په دې وروستیو کې د پیسو په بدل کې د هغه د دوو اولادونو (شهزادګۍ جلیله او شهزاده زاید) د ورسپارلو وړاندیز کړى،خو شهزادګۍ دا وړاندیز رد کړى دى.