روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د درمل پلورلو د یوه سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پنځلسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل درمل پلورونکو تر څیرمه د( کابل درمل پلورلو سوداګریز مرکز) په نامه د سوداګریز مارکېټ چارې بشپړې او د کرنې او اوبو لګولو د وزیر مولوی عطاالله عمری، د کابل ښاروالۍ د مالی او اداری چارو د مرستیال مولوی سید عصمت الله عاصم، د کابل ښاروالۍ د ښاری خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوی محمد خالد سجستانی، د درملو د خدمتونو ټولنې د مرستیال محمد اسحاق اسحاق زی او د یاد مارکېټ د مسئول مهندس محمد قاسم سادات له لوری ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوی وو، د کابل ښاروالۍ د ښاری خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوی محمد خالد سجستانی د خصوصی سکتور فعالیت کوونکی د ښار آبادۍ ته وهڅول او د مارکېټ له مسئولینو یې وغوښتل ، ترڅو با کیفیته  او ګټور درمل ښاریانو ته وړاندې کړی.

یاد مارکېټ په ( ۳۹۴۴) متر مربع ځمکه او دوه پوړونو کې د تقریباً ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه د خصوصی سکتور په ګډون جوړ شوی او تر درېیو کلونو پورې به ترې په میاشتنۍ توګه (۴۵۰۰۰۰) افغانۍ عواید د کابل ښاروالۍ بانکی حساب ته استول کېږی.د دې مارکېټ په لومړی پوړ کې د درمل پلورلو ۷۰ هټۍ، په دویم پوړ کې ۳۰ کاری دفترونه او په درېیم پوړ کې یو جومات ،چې په یوه وخت د ۱۳۰ تنه لمونځ کوونکو ځای لری ، جوړ شوی دی.

په یاد مارکېټ کې د وسایطو پارکینګ، تشنابونه، د اور وژنې وسایل او نورې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید