د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د درملو او خوړو د ملی ادارې مشر عبدالباری عمر او د درملو واردوونکی لوی شرکتونه وایی: په بازار کې درمل شته او په کومه برخه کې د درملو له کمښت سره نه دی مخ شوی.دوی هغه ګونګوسې ردوی،چې ګواکې لوی شرکتونه او درملتونونه د درملو له کمښت سره مخ دی.د درملو او خوړو د ملی ادارې مشر عبدالباری عمر وایی: هېواد کې په کافی اندازه درمل تولیدېږی او وارداتو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی.عمر زیاته کړه: (( موږ په دې برخه کې ډېره هڅه کړې،ترڅو د درملو قاچاق مخنیوی وکړو چې درمل په قانونی لارو راوړل شی. د درملو واردوونکی باید دلته قانونی اسناد او شرکت ولری. ، هغه اسناد،چې د درملو کیفیت تضمینوی، هغه اسناد،چې د درملو بیې تضمین او کنټرولوی.دوی باید هغه اسناد په لاس کې ولری.))
په ورته وخت کې عمر وایی: په بازار کې یې د خپلسریو مخنیوی کړی اوهېچاته به اجازه ورنه کړی،چې احتکار وکړی او یا بازار انحصار کړی.ده زیاته کړه: (( دا په حقیقت کې د یو شمېر کړیو کار دی،چې هغوی په رسنیو کې عامه اذهان مخشوشوی او خلک په وېره کې اچوی،چې دلته درمل نه شته. د دې کسانو یوازې هدف دا دی،چې ځینې نامشروع غوښتنې لری، ترڅو خپلې غوښتنې پر اداره ومنی. په دغې برخه کې موږ ډېره هڅه کړې،چې عاملین باید عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی شی.)) بل لور ته بیا د درملو د تولیدی کارخونو مسئولین وایی: هغه درمل پلورونکی د درملو له کمښت سره مخ دی،چې له کلونو یې په غیر قانونی او قاچاقی ډول درمل واردول او اوس یې مخنیوی شوی دی.په دې وروستیو کې د درملو بیې لوړې شوی او درمل پلورونکی یې لامل د درملو کمښت بولی،خو مسئولین دغه ادعاوې او ګونګوسې ردوی او وایی،په کافی اندازه درمل لری.مسئولین وایی: د درملو پر قاچاق بندیز لګېدلی او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاری.