روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د دایچوپان ولسوالۍ اوسېدونکی له حکومته لومړنی خدمتونه غواړی

د زابل  دایچوپان ولسوالۍ اوسېدونکی وایی لومړنی خدمات دې ورته برابر شی.د یادې ولسوالۍ  قومی مشران او دینی عالمان له اسلامی امارت او ولایتی ادارې غواړی، چې د دې  ولسوالۍ تخریب لارې ، د وچکالۍ د مخنیوی لپاره دې لوی او کوچینی چیک ډیمونه ، دینی مدرسې او ښوونځی ، د ولسوالۍ په کچه دې مجهز روغتیایی کلینک جوړ شی، د مخابراتی شبکو آنتنونه دې نصب شی او په ټولو کې  د خیریه موسیساتو پاملرنه دې دایچوپان ولسوالۍ ته جلب شی.بل خوا   مرستیال او سرپرست والی سلیمان آغا بهیر د دغو  قومی مشرانو او دینی عالمانو سره د شته ستونزو د حل ژمنه او ډاډ ورکړ، چې ولایتی اداره به د دایچوپان ولسوالۍ په شمول ټولو لرو پرتو ولسوالیو ته خپل خدمتونه ورسوی،ځکه لیرو پرتو ولسوالیو خلک په تېرو کلونو کې د هر ډول دولتی خدمتونو محروم پاتې شوی وو.دا په داسې حال کې ده چې په تیر کې ولسوالیو او لرو پرتو سیمو ته هېڅ کار نه دی شوی، خو اوس اسلامی امارت غواړی چې په ټولو برخو کې ورته لازمه خدمتونه وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید