د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ارګ، کابل: د داعش رهبر ابوبکر بغدادی په سورىه کې د امرىکایی ځواکونو په عملىاتو کې وژل شوى دى. د افغانستان اسلامی جمهوری دولت له ىادو عملىاتو د هرکلی ترڅنګ، ترورېزم د بشرىت دښمن ګڼی چې سرحد نه پېژنی او د سىمې او نړۍ امنىت ته ګواښ دى او د ابوبکر بغدادی وژنه چې د ترورېستی ډلو خطرناک رهبر، داعش ډلې ته ستره ضربه بولی. دا چې د ترورېزم شومه پدىده له کلونو راهىسې زموږ له ولسونو قربانی اخلی، د ترورېستی ډلو د رهبرانو په ځانګړی ډول د داعش د رهبر ابوبکر بغدادی وژل، نه ىواځې د ترورېستی برىدونو د کموالی او د افغانستان د امنىت د تامىن لپاره مهم دى، بلکې د سىمې او نړۍ پر امنىت او ثبات هم مثبت اغېز لری. د افغانستان اسلامی جمهوری دولت پر دې باور لری چې د ترورېزم له شومې پدىدې سره د مبارزې په خاطر د نړۍ د ټولو هېوادونو د همکارۍ ترڅنګ د ترورېزم له شره د خلاصون ىواځینۍ لار، د دغه راز چټکو او په موقع عملىات ترسره کول دی.