روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خپل هیواد او خلکو ساتونکی اردو!

د یوه هیواد ارضی تمامیت، ملی او دینی ارزښتونو څخه د دفاع او ساتنې لپاره د یوه خپلواک او ژمن اردو د جوړښت اړتیا له لمره روښانه ده. هغوی چې خپلواک پاتې شوی، په پولو او ستراتیژیکو پوځی نقطو کې هیواد ته ژمن سرتېری لری. افغانستان هم باید همداسې یو ساتندوی ځواک ولری. د اشغال پرمهال که څه هم دلته په بېلابېلو نومونو ګڼ شمېر ځواکونه وو؛ خو مشرانو یې د پردیو ګټو د پاللو لپاره کارول او د نړیوالو او په ځانګړی ډول د واشنګټن د امنیت ساتونکی یې بلل. هغوی رښتیا ویل، د کوم پوځ ټول تجهیزات، امکانات او معاش چې نور ورکوی، طبعاً به د هغوی ګټې ورته مهمې وی او د هغوی امنیت به ساتی، خو د اسلامی امارت له راتګ سره یو ځای د یوه خپلواک، واقعی ملی اردو او نظامی ځواک د جوړښت لپاره هڅې پیل شوی دی، د هیواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د نظامی، فکری او عقیدوی زده کړو ګڼ شمېر مرکزونه جوړ شوی او نږدې هره ورځ ترې د لسګونو سرتېرو د فراغت خبرونه راځی. تېره اوونۍ د افغانستان داسلامی امارت ددفاع وزارت خبر ورکړی و، چې ډېر ژر به په پرمختللو وسلو سنبال سل زره کسیز اردو د هیواد او خلکو د خدمت لپاره وړاندې کړی او زیاته کړې یې وه، چې نږدې اتیا سلنه چارې یې سرته رسېدلی دی. که څه هم سل زره کسیز اردو د افغانستان په څېر هیواد لپاره بسنه نه کوی؛ خو که ددغه نوی اردو د سرتېرو ژمنتیا، دین او هیواد سره مینې او روحیې ته وکتل شی، کولی شی په ښه توګه له هیواد او خلکو ساتنه وکړی. او تمه ده، چې د وخت په تېرېدو او امکاناتو ته په پام سره یې په شمېر کې زیاتوالی راشی. ددغه نوی اردو ځانګړتیاوې دادی، چې ټولې اړتیاوې یې په کور دننه پوره کېږی. په خپله د افغان استادانو له لوری روزل کېږی، ټول تجهیزات، معاش او اعاشه یې افغان حکومت له خپلوعوایدو ورکوی. مشران یې دومره پاک نفسه او سپېڅلی انسانان دی، چې نه یوازې د دوی حقونه به ونه خوری، بلکې د خپلې خولې مړۍ به ورسره شریکه کړی. هو، هغوی تر دې په سختو حالاتو کې دغه امتحان ورکړی او بریالی شوی دی. د مجهز، منظم، دینی او ملی ګټو ته ژمن اردو جوړښت د افغان ملت له ټولو مهمه غوښتنه او هیله ده، نوی افغان حکومت دې په ټول توان د افغان ولس د دغې سترې هیلې د پوره کېدو لپاره هڅې وکړی. پر ځمکنی پوځ سربېره هوایی ځواک هم د افغانستان اړتیا ده، موږ هم باید د خپل هیواد او ملی ګټو د ساتلو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه روزل شوی سیال پوځ ولرو. پر نوې ټیکنالوژۍ او تجهیزاتو پر سمبالښت سربېره معنوی او فکری برخې ته  یې پاملرنه هم خورا مهمه ده، ځکه یوازې پر مادیاتو او وسایلو متکی پوځ نشی کولی، په سختۍ کې ثابت قدم پاتې شی، چې ښه بېلګه یې د تېر رژیم اردو و او دغه راز دا هم مهمه ده چې نوی اردو باید په ټوله معنا د قوم، ژبې، سمت او سیاسی احزابو له انحصار څخه لرې وساتل شی، تر څو د اشخاصو او احزابو د ګټو پر ځای ملی ګټو ته ژمن واوسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید