روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خپلو مهاجرینو وژل د ظلم وروستی حد !!

محسن سعود

په خواشینۍ سره دوه گاونډیان مو چې یو وخت یې ځینې سیمې زموږ د گران هېواد افغانستان برخې وې او د تېر شل کلن اشغال په سیوری کې یې د ځینې نورو سیمو خپلولو هڅې هم وشوې؛ په تاریخ کې یو تور او بد انځور لری، پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دی چې افغانستان تر ټولو زیات ملی، مذهبی، ژبنی او دودیز مشترکات ورسره لری، خو بیا وخت پر وخت زموږ د گران هېواد او پاکې خاورې پر وړاندې د گاونډیتوب او مشترکاتو ټولې پولې هم د فرصت طلبۍ همدې دوو عنصرونو پار او ماتې کړې دی چې د فرصت په ترلاسه کولو یې بیا نه گاونډیتوب، نه متقابل او دوه اړخیز درنښت، نه گډو ملی گټو او نه هم د افغانانو  جهادی او حماسی تاریخ، تاریخی قداست او سپېڅلتیا او دلته د افغانانو په قربانیو راغلیو مثبتو سیاسی تحولاتو دوی ته ور بښلی امن او ارامښت ته کتلی او دا هرڅه یواځی په اشتباه کولو سره او پرته له دې چې د نړۍ په کچه یواځینی په دوه اړخیز درنښت او د همپالنې په ارزښت پوه افغانستان او افغان ولس څخه ورته کوم د پام وړ گواښ متوجې شوی یاهم یې د دوی پر وړاندې کومه اشتباه کړې وی.

تېره اونۍ په ایران کې له افغانی وگړو سره د دغه هېواد رژیم ناوړه چلند زموږ د ټول ولس احساسات ټپی کړل، دا ټپ لا نه و پټۍ شوی چې په لیږ توپیر وړمه ورځ پاکستانی پوځیانو بیا د شپې له تیارې او د خلکو له نا پامۍ په گټې اخیستنې په خوست کې د وزیرستانی پناه غوښتونکو پر پنډغالی او د کونړ اړوند سیمو کې هم ورته هوایی بریدونه وکړل او نږدې۵۵تنه عام وگړی چې زیاتر یې مېرمنې او ماشومان و په شهادت ورسول (انالله وانا الیه راجعون)، د ځینې سرچینو په خبره کونړ ته هم جیټ الوتکې را اوښتې او ویل کېږی هلته هم له باجوړ څخه راغلی پاکستانی کډوال په نښه شوی دی، دا پېښې د پاکستان په کور دننه څه تصادفی هم نه وه، بلکې له بریدونو څو ورځی وړاندې د دغه هېواد یو لوړ پوړی پوځی چارواکی هلته د طالبانو جهادی خوځښت پر وړاندې د جگړې آفشن څخه خبر ور کړی و، خو چې دا یې کورنۍ موضوع وه؛ نه پرې اسلامی امارت سر گرځولی او نه هم داسی شواهد و چې د پاکستان پوځ خپل کړی ورورستی آفشن هدف زموږ په خاوره کې پناه اخیستی عام وگړی وی ترڅو د اسلامی امارت چارواکی یې پر وخت مخه ونیسی او یا هم د دلته میشتو پاکستانی کډوالو د پام وړ شی.

د پاکستانی پوځیانو دغه بریدونه پر افغانانو د اشغالگرو امریکایانو د شپنیو چاپو او ړندو بمباریو یاد تازه کونکی، خو پر خورا بې ننگۍ او نامردۍ پر هغو عامو وگړو ترسره شول چې شاوخوا۷کاله وړاندې همدې پوځ په افغانستان کې د وخت اشغالگرو پر یو سترگک اشاره د تصفیوی عملیاتو پر نوم لومړی بې گناه وژلی، بیا یې کډوالۍ ته اړ کړی او تر اوسه یې هلته بې برخلیکه او بې اسرې ژوند کې گیر او له هرې خوښۍ بې برخې کړی، اوس چې له افغانستان څخه د ماتې خوړلیو اشغالگرو تېښته په پاکستان کې هم د تحولاتو پیل دی؛ یاد کډوال په دې تمه سترگې غړوی چې بې رحمه رژیم یې سیمو،  خپلې پاتې نیمې کورنۍ، خپلوانو او کلی ته ور ستانه کړی، خو دې بریدونو یې دا تمې له خاورو سره ور برابرې کړې.

پر افغانستان د صلیبی یرغل له لومړیو تر وروستیو شېبو دلته میشت اشغالگر د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات نامرده و چې له غولونکو تبلیغاتی نومونو، نورمونو او فورمونو سره راغلی ول، خو بیا یې دلته وژنې او هغه څه کول چې کول یې هم د واقعی هدف په توگه، نه یاد تش غولونکی نومونه و او نه یې هم د دغو کړنو تش سرلیکونه، بلکې نړۍ یا د وخت بشپړ بشریت ولیدل چې دغه کړنې یې واقعیتونه و او کړې غولونکې وعدې او دعوې یې د همدې واقعتونو سرچپه تعبیر او نړیوال تبلیغاتی پوښښ و او بس. دلته تپلی رژیم یې بیا نامرده گڼل کېده چې د نړۍ له کونجونو یې اشغالگر راوستل او پر خپل ټول توان او هره حربه یې پرې خپل ولس وځاپه، خو د نامردۍ د حد پار کولو امتیاز هغه وخت هم یواځی پاکستان درلود چې پر گډه پوله پر پرتو افغان کډوالو، مجاهدینو او عامو وگړو یې د اشغالگرو ډرون بریدونو ته اجازه ورکړې وه، زمینه سازی یې ورته کوله او بیا به یې په لفظی او د ژبې پر سر غندنه هم پسې وکړه.

د نامردۍ وروستی حد یې په دې مانا چې د اشغال هدف افغانستان و، خو دوی ترې پر اغېز خپل ولس په پاکستان کې ځاپه، لکه دا چې یو د خیر او ثواب کار وی، اشغالگر چې یې په افغانستان کې کوی؛ دوی یې پاکستان کې هم زمینه ور ته برابره کړی، بیا په یو سترگک اشاره اشغالگرو ور په گوته کړې سیمې په ویرانه هم بدلې کړی او د مادی امتیاز په بدل کې دا د خیر کار دوی هر وخت ښه پر مېړانه کړی، خو اوس یې دا حد په یو نوی ډول پار هم کړ چې لومړی یې افغانستان ته د راغلی اشغالگر په یوه سترگک خپل ولس وواژه، د کډوالۍ کړاو او افغانستان کې د اشغالگرو رحم ته یې وسپاره او بیا چې اشغالگر وتښتېدل، نو ولس یې له۷کاله ستړی انتظار او له زغمه وتلې تلوسې وروسته د دې پر ځای چې بېرته راستون کړی؛ همالته یې پسې بمبار کړ چې دا د دې نامردۍ او مېړانې دوو متضادو مفاهیمو د وروستۍ بېلگې په توگه په خپل ډول کې یواځینی او بې ساری دی، البته د نبی کریم صلی الله علیه وسلم او اصحابانو د هجرت هغه پېښه د سړی سترگو ته دروی چې دښمن هجرت ته او د هجرت په دیار کې هم نه و پرېیښی او دا په خپل نوعیت کې د دغو بریدونو ځانگړتیا په گوته کوی.

په هر رنگ پاکستان دلته له۴۳کلنې جگړې څخه هغه هیڅ درس وا نه خیست چې پردیو اخیستی دی، لکه د افغانانو د میړانې او د مېړنو د لرغونی تاریخ درس، پر خپلواکۍ گټلو او ساتلو یې د مینتوب درس، د ځمکنی او هوایی حریم د خوندیتوب درس، د میلمه پالنې درس، د شهکاریو او حماسو درس، د حساسیتونو د پارېدو-کرارېد او کنترول درس، د متقابل درنښت او همپالنې درس، له دینی او ملی ارزښتونو د ننگې درس او… په لاره کې یې د بې ساری ایثار او فداکارۍ درس چې د پاکستانی تلویزیونی چینلونو او نور رسنیز ارشیفونه یې پرې ډک او هغوی یې هر وخت، هر ځای او له ستونزې پرته مخ ته ښودلای او تر هر اقدام وړاندې اړوند درس هم ترې اخیستلای شی.

زموږ په گران هېواد کې د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د غیور ولس د حساسیتونو را پارېدو لامل خو هم همدا پر ولسی استقامتونو ړندې بمبارۍ وې، همدا مظلومانه شهادتونه و، همدا بې اسرې سوې کوکې او آهونه و او همدا له ولس سره ټکر او واټن راتلل و چې که به یو تن وگړی شهید کېده؛ له دریو تر لسو تنو نورو جهادی ولوله یې پاروله، که به دلته شهید کېده؛ په کور دننه او بهر خواره واره خپلوان یې ټول مجاهدین کېدل او که به هسې د مجاهد او طالب تور پرې پوری کېده؛ نو یواځینۍ لاره یې د همدې تور پر اثر مجاهد او طالب جوړېدل و، اوس د پاکستان پوځ لخوا په نښه شوی کډوال چې سر زوری پښتانه دی، د جهاد پالنې لرغونی تاریخ لری، له لومړی سره د جهاد او مجاهد پر تور وژل شوی او گډوالۍ ته اړ شوی، پر گډه پوله او بیا دلته کډوالۍ کې له ننگیالیو افغانانو سره روحی-فزیکی-طبیعی-هراړخیزې ژورې اړیکې لری او بیا ټول په یوه خوله د پاکستان پوځ د پنجابی پر نوم او د ځانگړی دښمن په حیث پېژنی، نو لکه څرنگه چې یې اوس حق جوړېږی او شونې ده؛ که د پاکستانی طالبانو خوځښت سره د دې ټکو په اشتراک لاس یو کړی، یو د بل له دا ډول ټکو گټه پورته کړی، ملاوې سره وتړی او مټې سره ځواکمنې کړی بیا … !!! بیا خو لکه چې د دغه برید پر تړاو یاد خوځښت په لومړۍ اعلامیه کې ورته اشاره کړې؛ دا بریدونه یې پر وړاندې د کمزورۍ او ماتې پټولو په مانا او د همدې یوه هڅه ده، هغه پخوانی د امریکا ملاتړ او تجهیز چې نه وی، پاکستانی ساخت هر تدبیر داسی د شگو بند گرځی.

دا چې د پاکستانی ولس له مخالفت سره سره په افغانستان کې د صلیبی اشغال له پیل تر پای پورې د پاکستان حکومت او چارواکو له لوری د هغه ملاتړ د پاکستانی طالبانو د خوځښت لامل شوی؛ اوس د اشغال ماتې د هغه په ملاتړ کې د پاکستانی حکومت ماتې هم ده چې پرې د یاد خوځښت داعیه تر بسې کمزرې کېدای شوه، موده وړاندې یو لوړ پوړی پاکستانی چارواکی په خپلو څرگندونو کې ویلی وه چې د پاکستان کورنی سیاسی کړکېچ لامل افغانستان کې اشغالگر و او هغوی اوس وتلی چې باید د پاکستان طالبانو خوځښت د حکومت پر وړاندې موقف ونه نیسی، خو د پاکستانی چارواکو وروستۍ نیمگړې پالیسۍ، د افغانستان اشغال او اشغالگرو پر اثر یې نظام او پالیسیو کې راوستلی بدلونونو له منځه نه وړل، سرحدی سیمو کې د وگړو ځورونو او برمته کولو، د سولې پر مېز هم جگړه ییز موقف او د انعطاف نه ښودلو سره پاکستانی چارواکو پر لوی لاس د خپل حریف داعیه ورځ تربلې ځواکمنه او د خپلو مهاجرینو پر وژلو یې د نامردۍ وروستی حد هم پار کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید