روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خپلواکۍ سلمه کلیزه او د ملی ارزښتونو پیاوړی کول

په دغو ورځو کې که د کابل او بېلا بېلو ښارونو، سړکونو او واټونو ته سرښکاره کړو، نو هرلور ته د افغانستان ملی بىرغ هسک او رپانده وىنو. همدارنګه د ودانىو پر دېوالونو ډول ډول ملی حماسی شعارونه د خلکو پام  ځان ته  ور اړوی. موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلىزې په درشل کې ىو او دا هر څه د همدغې تارىخې
ورځې په وىاړ برابرشوی  او له اوږدې مودې راهىسې دا لومړى ځل دى چې د خپلواکۍ ورځ په داسې پرتمىنه او شانداره توګه نمانځل کېږی.

ښاىی ىو لامل ىې دا وی، چې دا کومه عادی کلىزه نه ده چې هر کال ىې په ىوه نه ىوه بڼه ىادونه کېږی، بلکې دا د خپلواکۍ سلمه کلىزه ده نو باىد په خورا توده او پرتمىنه توګه ونمانځل شی.سل کاله باىد تېر شی چې بىا دغه راز کلىزه  راشی.ولې اړتىا ده چې موږ د خپلواکۍ سلمه کلىزه په داسې پرتمىنه او شانداره توګه ونمانځو؟ ترهر څه وړاندې لکه پورته چې ووىل شول دا سلمه کلىزه ده. موږ د بشپړې خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته سل کاله وهلې لارې ته کتنه کوو. دوىمه دا چې موږ د خپلواکۍ د ګټونکی غازی امان الله خان او ټولو هغو اتلانو چې ىا د جګړې په ډګر کې او ىاهم په نورو برخوکې ىې د خپلواکۍ په بشپړولو او ساتلو کې ونډه لرلې ، درناوى کوو، د هغوى حماسې او کارنامې ىادوو، پروګرامونه ىې ارزوو، برىاوې او ناکامۍ ىې څېړو. درېیمه مهمه خبره دا ده چې د خپلواکۍ د کلىزې په نمانځلو سره موږ پر هغو ملی ارزښتونو ټىنګار کوو، چې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د روزنې لپاره برخلىک ټاکونکى اهمىت لری. د خپلواکۍ د ورځې په ګډون د هرې ملی ورځې د نمانځنې فلسفه دا ده  چې د خلکو او په تېره بىا د ځوانانو پام هغو ارزښتونو ته ورواړول شی چې له پېړىو  راهىسې زموږ په ټولنه کې رامنځ ته شوی دی، رىښې ىې ځغلولې دی او د افغانانو په خټه کې اخښل شوی او زموږ د ملی هوىت برخه ګڼل کېږی.

ىو له دغو ملی ارزښتونو څخه د هېواد له آزادۍ او خپلواکۍ سره د افغانانو لىونۍ مىنه ده. دا ارزښت دومره پىاوړى دى چې د ګڼو ىرغلګرو ټولوهڅو، کوښښونو او خونړىو برىدونو او جګړو مات نه کړاى شو، بلکې هر برىد او ىرغل دا ارزښت لاپسې پیاوړى کړى دى. دوىم ستر ارزښت د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره د افغانانو نه ماتېدونکى ملی هوډ دى. له بده مرغه زموږ دا ملی ارزښت د تپل شوىو جګړو له امله تر ىو برىده زىانمن شوى ،  چې د افغانستان بىا آبادول او ودانول ګنې د بهرنىو مرستندوىانو دنده ده. دغه ډول انګېرنه زموږ له ملی هوډ سره اړخ نه لګوی.

که غازی امان الله خان خپلواکی غوښته، نو د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره ىې غوښته. د هغه ستر ارمان دا و چې افغانستان له اقتصادی، کلتوری او فرهنګی پلوه وده او پرمختګ وکړی. که موږ نن د خپلواکۍ د کلىزې پر پرتمىنې نمانځنې ټىنګار کوو، نو موخه مو باىد دا وی، چې د امان الله خان فکر او پروګرام د هېواد له اوسنىو شراىطو سره سم عملی کړو. د هر هېواد د سىاسی سىستم ىوه ستره دنده دا ده چې د اړوندې ټولنې د ملی ارزښتونو د رامنځ ته کولو او پیاوړی کولو لپاره کار وکړی. په سىاسی سىستم کې د دولت درې ګونې قواوې، سىاسی  ګوندونه، سىاسی شخصىتونه او ټول هغه بنسټونه راځی چې په مستقىم او غىر مستقىم ډول له سىاست سره سروکار لری. دا د سىاسی سىستم د ټولو ګډونوالو دنده ده چې د ملی ارزښتونو د پیاوړی کولو لپاره کار وکړی. د خپلواکۍ د سلمې کلیزى نمانځنه ښه فرصت دى، چې باىد ګټه ترې واخىستل شی او د ملی ارزښتونو د راژوندی او پىاوړی کولو لپاره کار وشی، خو له دې سره جوخت دا هم باىد وواىو چې د ملی ارزښتونو پىاوړی کول دوامداره کار ته اړتىا لری.

ن. ش

ممکن است شما دوست داشته باشید