روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خوړو نړیوال سازمان : افغانان یوازې نه پرېږدو اړمنو کسانو سره مرسته کوو

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان د روان اقتصادی وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وایی: د ژمی په رارسېدو سره به لوږه نوره هم په دغه هېواد کې زیاته شی. ‘WFP’ په ټوېټ کې ویلی: د دې پروګرام خواړه به د هغو میلیونونو افغان کورنیو د ژغورنې یوازینۍ لاره وی ،چې را روان ژمی له لوږې سره مخ دی.د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دوی نه شی کولی دغه اړ کسان ناهیلې کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون زیات وګړی د خوراکی موادو له کوالی سره مخ دی. د دوی پر وینا کابو ۹۵ سلنه افغانان کافی خوړو ته لاس رسی نه لری او له دې ډلې نږدې نهه میلیونه وګړی یې له قحطۍ سره مخ دی.بلخوا د ملګرو ملتونو د ګډوالو سازمان یا ‘IOM’ هم له اړو افغانانو سره د مرستو د دوام ورته ژمنه کړې ده.دغه ادارې په ټوېټ کې ویلی، هغو په میلیونونو کسانو ته به، چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې اوسېږی او د هوا په سړېدو سره یې ژوند له خطر سره مخ دی، د راتلونکی ژمی لپاره د ژغورنې وسایل ورسوی.’IOM’ په تېره د هغو کسانو ژوند ستونزمن بللی، چې له خپلو اصلی سیمو بې ځایه شوی او وایی، ټېمونه یې د هستوګنې له هغو ګڼ مېشتو سیمو څخه کتنو ته دوام ورکوی، چې ورته تګ ستونزمن دی.د سرچینې په وینا نردې شپږ میلیونه افغانان د جګړو او طبیعی پېښو او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه بېځایه شوی.دغه نړیوال سازمان وایی: په دې هېواد کې د یوه بشری ناورین د مخنیوی لپاره زیات څه ته اړتیا چې باید وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید