روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خوست د روغتیایی سیستم د ښه کېدو لپاره هڅې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکی، چې دې ولایت ته د روغتیایی سکتور د کتنې او د ستونزو د اوریدو په موخه تللی وو، وایی: د دغه ولایت ټولې هغه ستونزې چې د روغتیا په برخه کې یې لرلې له نږدې یې مشاهده وکړه او د حل په موخه به یې کوټلی ګامونه واخیستل شی.د خوست د ملکی روغتون سر طبیب ډاکټر سیدانور یوسفزی راغلی پلاوی ته په دې ولایت کې هغه ستونزې په ګوته او د حل غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت روغتیایی سکتور په ځانګړی ډول په خوست ملکی روغتون کې موجودې دی.ده وویل :راغلی پلاوی ورته د یادو ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړ:((زموږ د شفا خانې چې کوم ستونزې او مشکلات و، هغه مو ورسره شریک کړل او موږ ته یې په هماغه ساعت د حل ډاډ راکړ، انشاءالله موږ ډاډ لرو، چې د دې پلاوی په راتګ او د ژمنو په پوره کېدو سره به خدمات نور هم چټک،او معیاری شی او پرمختګ به ورکړو.))له کابله راغلی پلاوی وایی :د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې خوست کې د روغتیا برخو ستونزو ته رسېدنه وکړی او هغه ستونزې، چې په دې برخه کې لیدل کېږی د هواری ژمنه کوی.

د عامې روغتیا وزارت د قوانینو د تطبیق او پلټنې رییس ډاکټر سید رسول منګل د ځینو امبولانسونو، جنراتور او درملو د ورکړې ژمنه وکړه او تر څنګ یې د خوست ملکی او تخصصی روغتون کې له مسئولینو د ستونزو د لېست کولو غوښتنه وکړه:

(( زموږ هدف د راتګ خوست ته ددې ځای د خصوصی او دولتی صحی برخې لیدنه او د هغوی د ستونزو اورېدنه وه، د خوست ملکی روغتون ستونزې چې د امبلانسونو، برېښنا او درملو په برخې کې وې، د هغو مو اوس ژمنه ورکړه او ترڅنګ مو ترې غوښتنه وکړه، چې دوی د اړتیاوو لېست برابرکړی او انشاءالله موږ به یې ستونزې ور هواروو.)) په هیواد کې له سیاسی تحولاتو سره د نورو برخو ترڅنګ روغتیایی برخه هم ورځ تر بلې د ستونزو خواته روانه او ناروغ لرونکی د درملو د نشتوالی له امله له ستونزو سره مخ دی.د روغتیا برخې کارکوونکی وایی :که چېرې اسلامی امارت د روغتیا برخې ته لا زیات پام  و کړی، په دې ولایت کې به روغتیایی سکتور معیاری شی او خلکو ته به ښه خدمتونه وړاندې کړی.   بختاجان بختیار

ممکن است شما دوست داشته باشید