روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خوست او کندوز د مستوفیتونو عواید ډېر شوی

د خوست د ګمرک رییس منظوراحمد عمر وایی: له کله نه چې نوی حکومت رامنځته شوی، د دوی په عوایدو کې د مخکې په پرتله څو برابره زیاتوالی راغلی دی.نوموړی زیاتوی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې د مخکنی حکومت د پنځو میاشتو په پرتله یو میلیارد او ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ډېر عواید راټول کړی دی.هغه وویل: سوداګرو ته د آسانتیاوو رامنځته کول او د صادراتو ډېروالی هغه څه دی ،چې د دغې ادارې عواید ډېر شوی دی: (( د روان کال د اسد له ۲۳ مې تر اوسه چې موږ کوم معلومات کړی، په ټولیز ډول ۱۳۸۴ میلیونه افغانۍ عواید د خوست په ګمرک کې د تېر حکومت نه اضافی راټول کړای شوی دی. یانې دوی چې په پنځو میاشتو کې عواید ټول کړی وو، د هغو نه په اوس پنځو میاشتو کې هغه ۱۳۸۴ میلیونه عواید اضافه شوی دی.))په ورته وخت کې د خوست مستوفی مولوی محمد شریف هم  وایی ،چې د نوی حکومت په راتګ سره یې په عوایدو کې ۵۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.د اداری فساد مخنیوی او د عوایدو په راجمع کولو کې شفافیت هغه څه دی چې د خوست مستوفی یې د عوایدو د ډېروالی لاملونه بولی: ((د ۱۴۰۰ کال درېیمه ربع کې نږدې ۴۸ میلیونه افغانۍ عواید د مستوفیت له لارې جمع شوی، خو په څلورمه ربع کې څه د پاسه ۹۴ میلیونه افغانۍ راټولې شوی او د افغانستان بانک ته سپارل شوې دی، د درېیمې ربعې او د څلورمې ربعې تفاوت ۵۱ سلنه زیاتوالی دی.))بل پلو د خوست مرستیال والی مولوی محمد انور دین پرور د دغه ولایت د ټولو عایداتی ادارو له مسوولینو غوښتنه وکړه ،چې د عوایدو په راټولولو کې له پوره شفافیته کار واخلی.مرستیال والی دغه راز د دغه ولایت له عامو اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې خپل مالیات دولت ته په وخت ورکړی، څو یې بېرته ورته په بنسټیزو پروژو کې په مصرف ورسوی. دغه راز:  ځایی چارواکی وایی: د کندوز د مستوفیت په عوایدو کې اتیا سلنه زیاتوالی راغلی دی.د کندوز مستوفی محمدنسیم مصطفی د معلوماتو له مخې، په تیرو څلورو میاشتو کې د دې ولایت د کرنې، کانونو، عدلیې، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو او نورو ادارو له لارې ۵۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوی دی.ښاغلی مصطفی زیاتوی: د عوایدو په راټولولو کې شفافیت د دې لامل شوی، چې د تیرکال همدې میاشتو په پرتله به د دې ولایت په عوایدو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راشی.دا په داسې حال کې ده ،چې د پخوانی رژیم پرمهال د کندوز د مستوفیت عواید ډېر لږ او هغه هم تر ډېره د چارواکو شخصی جیبونو ته تلل؛ خو د اسلامی امارت په راتګ سره دغه عواید زیات شوی او د عوایدو مرکزی ادارې ته د یو منظم پلان له لارې لېږدول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید