روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خوراکی توکو د بیو دکنټرول پرېکړه وشوه

په دې وروستیو ورځو کې چې د ډالر ارزښت د افغانۍ په مقابل کې پورته شو نو ورسره د خوراکی، سون او نورو توکو بیې او د موټرونو کرایې په بېسارې توګه لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.خو اوس د کورنیو چارو وزارت تازه ویلی، چې د توکو بیې په جدی توګه کنترولېږی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عزام وایی: وروسته له دې به په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه، د کورونو او دفترونو کرایې او ټولې معاملې په افغانیو ترسره کېږی.نوموړی خبرداری ورکړی، چې له سرغړوونکو سره به قانونی چلند کېږی:((سر په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پرځای په افغانیو راکړه ورکړه کېږی، د کورونو، دفترونو او مارکیټونو کرایې به په افغانیو ورکول کېږی، په هېواد کې به نرخونه په جدی توګه کنترولېږی، د پیسو د قاچاق مخنیوی به وشی، سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږی او ولایتی مسوولین باید دغه موارد په جدی توګه عملی کړی.))په ورته وخت کې کابل ښاریان وایی، سره له دې چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې خپل ارزښت راټیټ کړی، خو بیې په همغه حال دی.د کابل ښار اوسېدونکی محمد حنیف وایی، څو ورځې وړاندې به مو ،چې د بیو د لوړوالی وویل، دوکاندارانو به ویل چې ډالر لوړ شوی، خو اوس چې ډالر هم راټیټ شو، خو بیې په همغه حالت کې دی:((اوس چې ډالر هم بیرته راټیټ شو، خو لاهم د خوراکی توکو، نفتی توکو او موټرونو کرایې همغسې لوړې دی او له نوی حکومت څخه غواړو، چې دغو بیو ته جدی پاملرنه وکړی او نرخونه بېرته خپل عادی حالت ته راوګرځوی.))په ورته وخت کې د اقتصادی چارو شنونکی بیا وایی، چې په هېواد کې د ډالرو د احتکار، قاچاق او خپلې سرې تبادلې مخنیوی باید وشی.دوی وایی، داسې معلومېږی چې د اسعارو په بازارونو کې یو ډول مافیا حاکمه وه او اوس اسلامی امارت هڅه کوی چې د دغه مافیا مخه ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید