روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خوراکی توکو بیې باید ډېرې راټیتې شی

که څه هم په دې وروستیو کې د نړۍ په بازارونو کې د خامو توکو په ځانګړی ډول د غوړیو بیې د تېرو ورځو په پرتله راټیټې شوې، خو ښاریان وایی هټیوال او سوداګر لا هم د پخوا په څېر خوراکی توکی په لوړه بیه پلوری. هټیوال هم منی چې د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکی توکو په بیو کې د تېرو ورځو په پرتله بدلون نه دی راغلی.د کابل هټیوال وایی: د ځینو خوراکی توکو لکه د اوړو او غوړیو په بیو کې له ۵۰-۱۰۰ افغاینو پورې کموالی راغلی؛ خو زیاتره توکی لاهم په پخوانی قیمت پلورل کېږی.دوی ټینګار کوی چې مسئولین باید د سوداګرو لپاره د تعرفو په ټاکلو سره نرخونه کنټرول کړی.د کابل ښار هټیوال قدرت الله وایی: مارکېټونه اوس په تور بازار بدل شوی او هر هټیوال په خپله خوښه د خوراکی توکو بیې ټاکی. ((د سوداګرو او عمده پلورونکو له خوا خوراکی توکی په لوړه بیه پلورل کېږی او هټیوال یې هم بیا په خلکوپه لوړه بیه پلوری. ښاروالی باید د هټیوالو پر ځای د سوداګرو او عمده پلورنکو لپاره نرخونه وټاکی. )) په همدې حال کې د لومړنیو خوراکی توکو یو سوداګر او عمده پلورونکی غلام نبی وایی، چې د خوراکی توکو د زیاتو وارداتو له امله د ځینو توکو په بیو کې بدلون راغلی دی.د ده په وینا، یوازې د اوړو او غوړیو بیې راکمې شوې او برعکس د بورې بیه لوړه شوې ده. ((د ډالرو بیه راټیټه شوې او ورسره د خوراکی توکو بیې هم تر یو حده کمې شوې دی، په بازارونو کې د خوراکی توکو د بیو د کمولو لپاره باید حکومت پر هټیوالو او ګمرکونو لوړه مالیه ونه لګوی.))له بلې خوا د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد مرید وایی: (( خلک ټول وزګار دی او بې کارۍ ځپلی دی او ګرانی ډېره شوې ده، حکومت باید د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې په پام کې ونیسی. )) د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند دا منی چې په وروستیو ورځو کې د اوړو او غوړیو بیې راټیټې شوې او ډاډ ورکوی،چې د نورو خوراکی توکو بیې به هم راښکته شی. ((زه تاسو ته ډاډ درکوم چې زموږ د سوداګرو واردات به زیات شی، خوراکی مواد به نور هم ارزانه شی او انشاالله زموږ سوداګر به خپلو هېوادوالو ته د ښه کیفیت لرونکی مواد هېواد ته را وارد کړی. )) دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ډېری خلک د بې وزلۍ او بېکارۍ له زیاتولی او د خوراکی توکو له لوړو بیو شکایت کوی او له حکومته غواړی چې د خوراکی توکو د بیو د لوړوالی د مخنیوی لپاره لازم اقدامات ترسره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید