روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د خراسانی او مخدوم دوه جلا برخلیکونه…هغه تصادف!!

محسن سعود

د افغانستان پنجشیر ولایت چې تازه له۴۳کاله مودې وروسته له مرکزی اسلامی نظام څخه برخمن شوی، دا ټوله موده د تېرو رژیمونو، مافیاوو او په اصطلاح دجهادی ډلگۍ دمشرانو تمځای پاتې شوی او د هغوی له ډول ډول فکری، فرهنگی، اخلاقی انفرادی او اجتماعی انحرافاتو څخه اغېزمن دی، دا مهال د هیواد له ټولو حساسه نقطه گڼل کېدای شی.همدا لامل به و، چې یاد ولایت کې څو اوونۍ وړاندې د امنیتی ځواکونو له لوری د یو تن وژل کېدو په غبرگون کې لاریون وشو، دا د ټول هیواد په کچه د خپل ډول لومړنی لاریون و ،چې د خپل رښتونی اسلامی نظام، د سترگو لیدلی، د کور او کلی او شپه ورځ له معاش پرته د دوی په چوپړ کې ستړی مجاهد پر وړاندې یواځې د یو تن دوژل کېدو په غبرگون کې ترسره شو.

په داسې حال کې چې د تېر رژیم دځواکونو له لوری په نورو ولایتونو کې په ورځنی منځنی ډول له۵۰ تر۱۰۰تنه وژل کېدل، خو نه دوی پرې لاریون ته ووتل او نه یې هم نظام او چارواکی پردیو ته منسوب شول، لامل یې د پنجشېر ولایت د تېر رژیم دچارواکو د پاملرنې له امله هغه مهال امن سیمې گڼل او اوس د اسلامی نظام په راتلو یوه حساسه نقطه گڼل دی، چې ور کې یوه وړه پېښه هم د لویې هغې انعکاس اخلی،خو یو بل ستر لامل یې چې وروسته د همدې حساسی نقطې د یو سیمه ییز چارواکی په توگه د اسلامی امارت په لیکو کې په لومړی ځل د حمید خراسانی را ښکاره کېدو وښود، په لیکو کې د نامطلوبو کسانو نفوذ او د هغه هڅې معلومېږی.

ورپسې په وروستیو کې فاریاب هم د یو طالب چارواکی د نیول کېدو په پلمه د لاریون شاهد و، چې د ولایتی مسئولینو له لارښوونو سره سم پر وخت د امنیتی ځواکونو له خوا مهار کړل شو، یاد لاریون چې د پخوانیو تښتېدلو چارواکو له خوا رنگ ور بدلېدو تر ډېره یې د همدې فراریانو نظام ضد دسیسې بڼه خپله کړه.

د اسلامی امارت استخباراتو د اختطافگرۍ دیوې دوه کلنې قضیې په تړاو مخدوم محمد عالم په هغې کې د لاس لرلو په تور احضار او کابل ته راوستلی، خو خواخوږی یې د تېر رژیم دمهال عادت له مخې د خوشی کېدو په تمه راوتلی وو، چې ورپسې بیا هم له بهر څخه د یاد رژیم فراریانو له ابزاری استفادې سره مخ او لاریون یې د دوو قومونو ترمنځ شخړه ور ونوماوه.

د اسلامی امارت په لیکو کې له دې مخته تر ټولو حساسو شېبو کې لا هم دا ډول چارې ترسره او عملی شوې چې د ارزگان ولایت وتلی جهادی لیډر شهید ملا دادالله رهبر تقبله الله ورور گوښه کول یې ژوندۍ بېلگه ده، اوس د مجرمینو او د اسلامی امارت له اصولو د سرغړوونکو استحضار-نیونې-گوښه کونې عادی بڼه لری او په همدې موخه د اسلامی امارت نظام راتلو سره د هغه لیکو ته د ښې پاملرنې لپاره د تصفیې کمېسیون را منځته شوی چې د محمدعالم احضارول او د همدې قضیې پر تړاو یې د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې نور نږدې ملگری نیول هم د دې لړۍ یوه کړۍ ده.

د نوموړی په اړه ویل کېږی له دې قضیې پرته د فاریاب نظام الدین قیصاری په تېښته کې یې هم لاس لرلی او له داعشی فتنه گرو سره هم پټې اړیکې ساتی، دا هم ښیی چې د اسلامی امارت په لیکو کې د نامطلوبو کسانو نفوذ لاهم شته.د خراسانی او مخدوم دوه جلا برخلیکونه چې یو یې پېژندل شوې مخالفه څېره او اوس د اسلامی امارت په لیکو کې د یوې حساسې سیمې امنیتی دنده لری او بل یې د اسلامی امارت په لیکو کې د جهادی سابقې څښتن او په اوسنیو شرایطو کې نامطلوب پېژندل کېږی او همدارنگه خراسانی د یو لاریون اراموونکی او مخدوم د بل را پاروونکی، هغه تصادف چې اسلامی امارت ته له دننه او بهر دواړو څخه د ځینو چیلنجونو غمازی کوی.اوس نو د اسلامی امارت په لیکو کې په خپله غوښتنه له نورو ځایوونکو څخه هم د تصفیې کمېسیون مبرمه اړتیا (ترڅو د دا ډول چیلنجونو ریښې وچې کړی) پټه نه ده، خو په عام نظر چې د یاد کمېسیون فعالیتونو کې کوم پڅوالی ترسترگو کېږی، د اجراآتو د سطحیت ترڅنگ یې ځینې باندېنی لاملونه هم شته چې تر ټولو مهم یې د همغږۍ نشتوالی دی.ډېرو برخو کې داسی ملگری شته چې نامطلوب خلک پېژنی، خو له کمېسیون سره د نه همغږۍ، له مشرانو څخه د اغېزې، د بشپړ او کره راپور نه درلودو، د مظنون تن له پټو موخو او فرصت طلبۍ څخه بې پروایې، د خپل رسالت نه گڼلو او همغږۍ نه ښودلو، ځان او دندې ته د احتمالی ستونزې جوړېدو، مادی گټې له منځه تللو، ممکن ناسم برداشت له وېرې او ورته نورو لاملونو له وجې یې کمېسیون ته نه ور پېژنی چې دا د جدی اندېښنې وړ خبره ده، خو پکې تر هرڅه د انډیوال پالنې رول زیات، پراخ او هر اړخیز دی.

نامطلوب کسان هم په ټول توان د کمېسیون له لرلیدونو څخه د پناه کېدو هڅه کوی، په لومړیو کې د نظام اړوند هغه پټ فعالیت ته لومړیتوب ور کوی چې پکې عام ډېر نه لیدل اورېدل کېږی او د پېژندگلوۍ د ښکته او پورته ترمنځ محتاط او په عین حال کې د بانفوذه مجاهدینو د پام را خپلولو هلې ځلې کوی ،ترڅو یې سوابق توجیه او په یوه پلمه ترې برائت ور کړی.

زما په فکر د لیکو گډوډۍ ته له لومړی سره د اسلامی امارت د بېلابېلو برخو مجاهدینو په خپل سر له یوې څخه بلې برخې ته اوښتلو لاره هواره کړه چې پکې نامطلوب (د لنډ او ډېر وخت لیکو ته راغلی) کسان تر نورو حساس وو، دغو خلکو د اسلامی امارت د بریا خوب لیده دلته د نفوذ په لټه کې دی او ښایی شمېر یې د هغو برابر وی چې د ولایتونو او کابل له نیول کېدو وروسته تر سترگو او پېژندل شوی.

له لومړی سره د اسلامی امارت مجاهدین په تېرو۲۰کلونو کې له یو نامرد دښمن سره مخ وو او بیا که وپوښتو ځینو مجاهدینو تر ټولو زیاتې نامردۍ له تر ټولو نږدې نامردانو لیدلې او ورته یې همدا نږدېکت بلا گرځېدلی و، خو د اسلامی امارت د بریا څرک په لگېدو سره د نامردۍ پر سرچپه کولو او بڼې بدلولو یې بیا هم د هغوی له همدې نږدېکت څخه په استفاده د اسلامی امارت لیکو ته ننوتل.

اوس که ترې وپوښتې چې (والکه د بیدارې زو !) تاسو پر ۲۰۱۴او۲۰۱۵ز کال د اسلامی امارت کوم تشکېل کې، کوم ځای او د چا تر مشرۍ لاندې فعالیت درلود؟ نو څیرې ته یې گوره چې څه پرې کېږی، پرته له دې چې له عذر او لږ څه څخه ډېر ستر کار جوړولو سره دا هم درته ووایی: زما فلان او فلان داسې او هغسې… ټول هغه چې کړنې یې ور مالومې او ده ورسره نامردی کړې له زیاتوب سره درته را شمېری.

خو که لږ هم ضمیر ولری، پر ځای یې داسی څوک در په گوته کوی ،چې د ده له سوابقو او یا آن حاضر څخه هم خبر نه وی، دی یې له شخصیت څخه ښه استفاده-له کومې لارې پرې خپل سوابق توجېه-ترې پر کومه بهانه برائت تر لاسه کولای شی او ورته یې د همغه مجاهد له نړدېکت او ښې سابقې ځان ور رسولی وی ،چې ورسره یې نامردی کړې، په دې چل د لنډې مودې یوې ژورې او اوږدې لړۍ ته دې ور کوز کړی او دا ډول فرصت طلبه نامردان د خپلې نامردۍ درېیمې بڼې، څپې او مرحلې ته ځان جوړوی او بس.

د اسلامی امارت واک سمبالې دې په پام کې لری، چې مغرضې کړۍ او فراریان په هغو ټولو پلمو او بهانو (په اصطلاح لارو چارو) خپل لاریونونه ازمایی چې په تېر۲۰کاله کې د غربی فرهنگ، را واردې شوې دیموکراسۍ او سرتاسری فساد تر چتر لاندې یې پرې کار کړی او لا نورې به هم وخت پر وخت د نظام د اساسی پرېکړو په غبرگون کې رامنځته کړی.پر وړاندې یې د ټېنگې همغږۍ له لارې له تصفیې کمېسیون سره د ټولو برخو او د رول څښتن اشخاصو منسلک کولو لپاره باید موضوع د اسلامی امارت مشرتابه او د وزیرانو شورا ته راجع او هلته پرې له غور او بحث وروسته پرېکړه وشی ترڅو د لیکو تصفیې (په عام نظر) روان پڅ بهیر گړندی او پر وخت د نامطلوبو کسانو په اخراج د هغوی د لا زیات نفوذ مخنیوی وشی.د اسلامی امارت مشرتابه، وزیرانو شورا او تصفیې کمېسیون دې په دې برخه کې د یو اصولی چوکاټ په رامنځته کولو هغه ټول مظنون کسان تعقیب کړی چې له یوې برخې بلې ته اوښتی، یا کومې برخې ته د بلې برخې ملگرو ور پېژندلی، یاهم نوی ورته راغلی وی او د یوې اعلامیې له لارې دې نامطلوبو کسانو ته د کار زمینې برابرولو د ډاډ تر څنگ عام او تام خبرداری ور کړی ترڅو د اسلامی امارت لیکې پرېږدی…په همدې هیله

ممکن است شما دوست داشته باشید