روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حکومت رهبرۍ په شپږو ولایتونو کې د ډوډۍ د وېش بهیر د لا ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه پنجشنبې سهار د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.په پیل کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومی رییس عبدالمتین بیګ وویل، د هېواد په پنځو لویو ښارونو کې د نانوایانو له لوری مستحقینو ته د پخې ډوډۍ وېش عملا پیل شوی او په کندوز کې به هم ژر پیل شی. ده زیاته کړه: د دغه بهیر د لا ښه والی لپاره یې د څارنې میکانیزم جوړ کړی او همدارنګه د ګذر وکیلان، مشران او مدنی بنسټونه هم څارنه کوی.نوموړی د دغې پروسې د بریالیتوب او ښه والی لپاره ولسی همکاری او څارنه مهمه وبلله او وې ویل: د هېواد په ۲۸ نورو ولایتونو کې د ډوډۍ د وېش لپاره چمتووالی نیول شوی او پیسې یی انتقال شوی، چې ډېر ژر به پیل شی. ده زیاته کړه: د ډوډۍ د وېش دغه بهیر په لومړی سر کې والیان رهبری کوی او ښاروالان ورسره همکاری کوی او د ستونزو له حل وروسته پروسه ښاروالانو ته سپارل کېږی.  د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د راپور ورکولو پرمهال وویل: د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې  ۱۵۳۲ نانوایانو تراوسه دوه اعشاریه پنځه میلیونه ډوډۍ وېشلی. ده زیاته کړه: د اوړو کیفیت او د ډوډۍ وزن څارو، د جوماتونو ملا امامان، د ګذر وکیلان، متنفذین او مدنی ټولنې هم د دې بهیر څارنه کوی او د ستونزو حل ته متوجه یوو. د هرات والی سید عبدالوحید قتالی وویل: ولس مستحقینو ته د ډوډۍ د وېش پروسې هرکلی کړی او د هرات ښار په ۱۵ ناحیو کې ۵۱۵ نانوایانې فعالې دی  او ۶۱ زره کورنیو ته چې لس زره یې بې ځایه شوېۍ دی، ډوډۍ وېشو. ده زیاته کړه: مدنی ټولنې، علما او د ګذر وکیلان عملا د شفافیت او ستونزو د حل په موخه د پروسې څارنه کوی. د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل مستحقینو ته د ډوډۍ د وېش پروسې بریالیتوب ته په اشارې وویل: د جلال آباد ښار په نهو ناحیو کې  ۱۱ زره او پنځه سوه کورنیو ته ډوډۍ وېشی، خو د ځینو ولسوالیو او ښار حدودو د نه ټاکل کېدو له امله ستونزې موجودې دی. ده زیاته کړه: ځینې بیړنۍ اړتیاوې موجودې وې چې د جمهوررییس د لومړی مرستیال امرالله صالح په لارښوونه اته زره کورنیو ته د ډوډۍ وېش عملا پیل شو.  د کندهار والی حیات الله حیات وویل: د مهالوېش مطابق یې د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې ۱۴ زره کورنیو ته د ډوډۍ وېش پیل کړی ،چې د ملاامامانو، ناحیو او ګذر وکیلانو، متنفذینو او مدنی بنسټونو له لوری یې منظمه څارنه کېږی. ده زیاته کړه: د دې اړتیا شته چې دا بهیر بولدک ولسوالۍ ته هم وغځېږی.د بلخ والی محمداسحاق رهګذر د ډوډۍ د وېش دا پروسه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه: په مزارشریف ښار کې  ملاامامان، دګذر وکیلان او مدنی ټولنې له ښاروالۍ او د پوهنتون استادانو سره په ګډه ۳۵زره کورنیو ته د ډوډۍ د وېش څارنه کوی.د کندز والی عبدالجبار نعیمی د نانوایانو له لارې مستحقو هېوادوالو او بې وزله کورنیو ته د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ښه وبلله او زیاته یې کړه: په ځینو برخو کې شته ستونزې به ژر حل شی. د اقتصادی او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررییس فوق العاده استازی محمدیوسف غضنفر وویل: خصوصی سکتور او سوداګرو سره د کار په پایله کې د خوراکی توکو بیې راټیټې شوی او وارداتو ته د ترانزېټ لارې پرانیستې دی. ده زیاته کړه:له تجارانو یې د حکومت او خصوصی سکتور د ګډ کار غوښتنه کړې.نوموړی وویل: په حیرتانو کې د اوړو بیه راټیټه شوې او موږ به له تجارانو سره  د ګډ کار په پایله کې په نورو ولایتونو کې هم د اوړو بیې راټیټې او همدارنګه د انحصار پر وړاندې مبارزه وکړو. ده زیاته کړه: پنځه زره نانوایانې عملاً په ټول هېواد کې مستحقینو ته پخه ډوډۍ وېشی، لسګونه زره خلکو ته کار پیدا شوی او دا پروسه به نوره هم پراخه شی. د جمهوررییس دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش والیانو او ښاروالانو ته د ډوډۍ د وېش پروسې د څارنې د لارښوونې پرمهال وویل: مستحق کسان باید وېېژندل شی، کیفیت کنټرول شی او  ټولنیز واټن مراعات شی. ده زیاته کړه: د پروسې د ښې څارنې ېه موخه دې مدنی ټولنو، علماوو، خلکو او مطبوعاتو ته مشارکت ورکړل شی. د جمهوررییس لومړی مرستیال امرالله صالح په ټولو هغو ښارونو کې چې د ډوډۍ وېش په کې جریان لری ، د رضاکاره همکارانو پر مټ په ځینو سیمو کې د واټن نه مراعتولو، پر وخت د ډوډۍ د نه وېشلو او نورو اړوندو مسایلو په اړه راټول شوی معلومات او جزئیات شریک کړل. ښاغلی صالح والیانو او ښاروالانو ته د مستحقینو د پېژندنې په موخه د ټولنیزې ارزونې او د لېستونو د تخیکی کولو لارښوونه وکړه، چې حکومت ته د د نورو راتلونکو پروسو لپاره هم ګټور او اسانه تمام شی. ده زیاته کړه، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره او اړوند ارګانونه دې په لرې پرتو او سرحدی ولایتونو کې  د ترانسپورت او بیو د کنټرول لپاره لاس په کار شی. ورپسې د ملی انکشاف شرکت رییس عبدالرحمن عطاش د جمهوررییس په غوښتنه هغه ارزونه او طرحه وړاندې کړه، چې له مخې به یې قرنطین ادارې د ډوډۍ د وېش پروسې څارنه وکړی او په کور ناستو محصلینو ته به د کار زمینه برابره شی. جمهوررییس غنی له ټولو  څخه په مننې وویل: مستحقینو ته د نانوایانو له لوری د پخې ډوډۍ وېش ملی برنامه ده او د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لری. ده زیاته کړه: د دغې پروسې د لا ښه والی لپاره باید ټولې ادارې د شته ستونزو د تشخیص او حل لپاره سره لاس په کار شی. جمهوررییس وویل: موږ باید د ستونزو د اورېدو روحیه ولرو، حل یې کړو او څارنه یې وکړو. همدارنګه یې محمدیوسف غضنفر ته لارښوونه وکړه، چې د اوړو د را رسېدو ، کیفیت او قېمت د کنټرول په اړه دې له سوداګرو سره اساسی نتیجې ته ورسېږی. د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: سږکال د قزاقستان د غنمو حاصلات ډېر دی او افغانستان ته د اوړو صادرولو کې لویه همکاری کوی او همدارنګه د اوزبکستان جمهوررییس شوکت میرضیایف له تاشکند څخه د افغانستان پولې پورې لاره له شپږ ساعتونو څخه دوه ساعته ته را لنډه کړې.  جمهوررییس  وویل: په بندرونو او ګمرکونو کې اساسی بدلونونه راځی، څارنې او اجراتو ته متوجه یوو.  ده زیاته کړه: د انحصار ماتولو لپاره باید واضح طرحې وړاندې، اصول وضع او په ناحیو کې د څارنې واضح میکانیزمونه جوړ شی،چې علافان او نانوایان په دقیقه توګه شراکت وکړی او څارنه یې وشی. جمهوررییس غنی د ملی انکشاف شرکت رییس ته لارښوونه وکړه، چې خپله طرحه د جمهوری ریاست له لومړی مرستیال امرالله صالح سره شریکه کړی. همدارنګه یې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ناحیو د ګذر وکیلانو د ګومارنې لپاره باید واضح پالیسی جوړه او د دوی د کارونو د څارنې لپاره مکافات او مجازات په پام کې ونیول شی. محمداشرف غنی وویل: د واټن مراعتولو په موخه دې محصلین او مدنی ټولنې بسیج شی، چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او همدارنګه دې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره او د احصائیې او معلوماتو ملی اداره د ښار او ولسوالیو  حدود وټاکی.  جمهوررییس د دغو شپږو ولایتونو والیانو او ښاروالانو ته لارښوونه وکړه چې مستحقین دې وپېژندل شی، لېستونه دې تخنیکی شی، د ډوډۍ د وېش پروسه دې وارزوی او د پروسې د ښې څارنې او مدیریت په موخه دې د دغو ښارونو تجربې د هغو ولایتونو مسوولینو سره شریکې  شی، چې تراوسه په کې د ډوډۍ د وېش بهیر نه دی پیل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید