روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د حکومت او  ولسی خوځښتونو د سولې غږونو د نړیوالو ملاتړ راخپل کړى دى

د سولې د ارمانجنو او جګړه ځپلو افغانانو د یوې ډېرې سترې او مهمې غوښتنې په توګه د افغانستان د کلونو کلونو په دغه جګړه ځپلی هېواد کې د تلپاتې، رښتینې او سراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلو له پاره نه یوازې د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د افغانستان د حکومت پرله پسې او زیاتو سوله ییزو منډو ترړو او نه ستړی کېدونکو هلو ځلو او پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو د افغان حکومت د سولې او اوربند غږونو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر بشر دوستو او سوله دوستو خلکو او عاطفه لرونکو انسانانو مثبتې او ښې اغېزې شیندلې دی، په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د هغو او دغه راز د نړیوالو ملاتړ راخپل کړى او په افغانستان کې یې د سولې لپاره نړیوالې اجماع ته زمینه برابره کړې ده، بلکې له هلمنده تر کابله او له کابله تر بلخه په لوڅو پښو د هلمند د دردېدلو او جګړه ځپلو ځوانانو او نورو خلکو پلی تګ او همدارنګه په کابل کې د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د ځانګړی دفتر، د بریتانیې، پاکستان، امریکا، روسیې، ایران او د اروپایی ټولنې د سفارتونو مخې ته د سولې د ولسی خوځښت د تحصن او پر لټ د خیمو وهلو په سر کې یې د افغانستان په ګډون په دې سیمه کې د زیاتو شخړو، ستونزو او جګړو د سترې زېږندې په توګه په کابل کې د پاکستان د تېری کوونکی، مغرض او مخرب هېواد د سفارت مخې ته پر چړو سره د سولې د ولسی خوځښتونو دغړو د ورغویو غوڅولو او د وینې جاری کولو او پر وینو د کاغذونو لړلو او ککړولو او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د څانګې دفتر ته په وینو پر کاغذونو د لیکل شوی پیغام سپارلو هم نه یوازې د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو پر بشر دوستو، سوله دوستو او همدارنګه پر نورو عاطفه لرونکو خلکو ډېرې زیاتې او مثبتې اغېزې وکړې او د هغوى پوره ملاتړ یې راخپل کړ، بلکې هغوى یې آن وژړول او د اوښکو پر ځاى یې وینې وژړلې، خو له ډېره بده مرغه د وخت د انګلیسی استعمار په لاس د جوړ شوی مصنوعی او ګوډاګی هېواد په توګه د پاکستان پر سخت زړو، تور زړو، مخربو، مغرضو او تېری کوونکو پنجابی واکمنانو یې هېڅ مثبته اغېزه نه ده کړې او پر جګړه ځپلو افغانانو یې د زړه سوی او صله رحمۍ پر ځاى د طالبانو، د حقانی شبکې، القاعده او داعش په ګډون وحشی صفته تروریستی ډلې خپلو ناولو غېږو ته لا ورنږدې کړی او په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو، امریکایی پوځیانو او نورو کورنیو او بهرنیو اتباعو د بې رحمانه او وحشیانه وژلو لپاره د هغوى لمسولو او هڅولو ته لا زور ورکړى او له دې لارې یې د افغانستان په ګډون د سیمې د امنیتی، اقتصادی او سیاسی ثبات لپاره د امریکا په مشرۍ له نړیوالې ټولنې سره خپلې شوې ژمنې په ډېرې سپین سترګۍ، بې شرمۍ او بې باکۍ سره تر پښو لاندې کړی او په دې برخه کې یې خپله دوه مخې او درواغجنه پالیسی بیا په اثبات ورسوله. اړینه ده چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه له دې وروسته د یوې ډېرې مهمې او سترې اړتیا په توګه په افغانستان کې د تل پاتې سولې او اوربند لپاره د افغان حکومت او د سولې د ولسی خوځښتونو د سولې غږونه بدرګه کړی، واوری او پر مټ یې د افغانستان د سولې د لارې خنډ اچوونکی هېوادونه، د سیمې او نړۍ مغرضې، مخربې او تېری کوونکې استخباراتی او پوځی کړۍ  او دغه راز کورنۍ مغرضې کړۍ او جریانونه هم ژر تر ژره په نښه او وځپی او له دې لارې دې د افغانستان، هند، بنګله دېش او امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه د تل لپاره د هغوى له شره وژغوری او په دې توګه دې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د حکومت او د سولې د ولسی خوځښتونو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوندی.

شاولی قرار شینواى

ممکن است شما دوست داشته باشید