د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
سلیمان سعید
په کابل کې پرون یو محدود شمېر پروژه یی ښځو د حجاب پرخلاف لاریون وکړ او بیا یې د افغانانو یوې مقدسې جامې (چادری/ برقې) ته اور واچاو، دوی ویل چې موږ حجاب نه منو او ښځې باید خپلې خوښې ته پرېښودل شی چې هر څه کوی!
د دوی په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې یو شور جوړ شو چې ولې دغو ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانانو یوه مقدسه جامه یې وسوځوله او په دې توګه یې د افغانستان د میلیونونو پتمنو او عزتمنو ښځو توهین وکړ.
نو رښتیا هم؛ دغه محدود شمېر ښځې چې کله په یو او کله په بل نامه لاریون کوی، د افغانستان د ښځینه قشر (۱) سلنه هم نه تشکیلوی، د افغانستان ښځې د نړۍ په سطحه دیندارې، حیاناکې او عزتمنې مېرمنې دی. دغه د ګوتو په شمېر پروژه یی ښځې د پردیو په اشاره چلېږی او تمویلېږی.
دا سمه ده چې خلکو ته باید د لاریون حق ورکړل شی، مګر د نړۍ هېڅ هېواد کې بې پولې ازادی نشته. د لاریون په نوم هېڅوک د دینی او ملی ارزښتونو سپکاوی نه شی کولای. اسلام هر چا ته د حق وینا ازادی ورکړې، مګر آزادی یوازې د (حق) په چوکاټ کې محدوده ده. کله چې د اسلام له چوکاټ څخه خبره واوړی، هغې ته بیا د بیان آزادی نه شی ویل کېدای، باید چې له دغه ډول خلکو سره قانونی چلند وشی. د بیان مطلقه آزادی د ټولنې په زیان ده، ولسونه تباه کوی، لانجې جوړوی او نظام له منځه وړی.
کله چې یو څوک ځان مسلمان بولی، نو بیا خو باید د اسلام ټول احکام ومنی، خو دغه مېرمنې چې هم د اسلام دعوه کوی او هم د حجاب پر خلاف لاریون، دا نو څه معنی؟ د افغانستان ملت خو د نړۍ په سطحه متدین ولس دی او حجاب د اسلام یو حکم دی، نو ولې د حجاب خلاف لاریون؟
حجاب خو څه د اسلامی امارت کوم ځانګړی حکم نه دی، دا د الله تعالی حکم دی او څوک چې ځان مسلمان بولی، باید د اسلام ټول احکام ومنی. ایا د بنی اسرائیلو په څېر؛ ځینې احکام منئ او له ځینې نورو منکرېږئ؟!
د مسلمانۍ معنی دا ده چې انسان د الله تعالی احکامو ته په بشپړه توګه او له قید و شرط پرته تسلیم شی، نو بیا ولې په اسلام کې خپل فرمایشات غواړئ، اسلام چې څه وایی هغه ومنئ!
خو اصله خبره دا ده چې دغه ښځې د خپلو اسلامی او ملی ارزښتونو په کیسه کې نه دی، دوی خپل ضمیرونه پلورلی او د پردیو په اشاره بغاوتونه جوړوی. کله په یو او کله په بل نامه راوځی او د لاریون تر نامه لاندې د اسلام او افغانستان د دښمنانو شوم پلانونه تطبیقوی. د دغو پروژه یی ښځو شمېر ډېر محدود دی، دوی باید وڅارل شی، په هر لاریون کې فقط همدغه محدود شمېر ښځې برخه اخلی، د دوی سرکښانې باید د استخباراتو ریاست له خوا تعقیب او قانون ته وسپارل شی.
د دوی لاریون د حجاب خلاف نه، بلکې د اسلام خلاف دی. دوی له اسلام سره حساسیت لری او یوازې له حجاب څخه نه، بلکې له اسلام څخه منکرې دی. دوی د ټول ملت توهین وکړ، افغانستان کې له یو څو لنډغرو، فاحشو او بې شرمو ښځو پرته، ټولې مېرمنې د عزت ژوند خوښوی، دغو پروژه یی ښځو د افغانستان د ټولو مېرمنو بې عزتی وکړه، دوی ته باید د خپل دغه لوی جرم سزا حتماً ورکړل شی. دغه څو فاحشې اوس مهال په افغانستان کې د غربیانو یوازنۍ پاتې پانګه ده، فقط همدوی ته یې سترګې دی او له دوی څخه د خپلو ناوړه اهدافو د تطبیق لپاره کار اخلی، نو که د غربیانو اهداف شنډول غواړئ، د همدغو خبیثاتو مخنیوی وکړئ.
دوی چادری پردی فرهنګ باله او ظاهراً یې همدا ویل چې موږ ځکه د چادری خلاف لاریون کوو چې دا پردی فرهنګ دی او پر افغان مېرمنو تحمیل شوی، حال دا چې د افغانستان مېرمنې په خپله خوښه چادری اغوندی او هیڅ یوه یې نه غواړی چې لوڅ مخ له کوره ووځی، دوی د چادری مخالفت ځکه کوی چې چادری د حجاب لپاره تر ټولو ښه لباس دی.
نو دغه ضمیر پلورلې ډمې له اسلام سره حساسیت لری، د کلتور او فرهنګ په کیسه کې نه دی، که نه د دوی پر تن تنګ پتلون کله د افغانانو فرهنګ دی…!!
لکه چې ښاغلی نعمان دوست لیکلی: په چسپو پتلونونو کې راغلې، د اعتراض په توګه یې چادری ګوزار کړه او په غوسه یې ویل:
فرهنګ پاکستانی را ما نمی خواهیم.
ژر مې سترګې پټې کړې، ما ویل دا له پردی فرهنګ سره حساسې اوس دا بل پردی فرهنګ (پتلونونه) ګوزار نکړی…!