روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د جګړو شدت او د سولې پر ټپه ولاړې هڅې!

په دې وروستیو کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې طالبانو ټول تمرکز پر جګړه کړی او د سولې هڅې پر ټپه ولاړې دی، امریکا هم له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې له افغانستانه وزی، امریکا وېیل چې ګنې له طالبانو سره یې د سولې لپاره هوکړه کړې، یعنې په مشروطه توګه خپل ځواکونه باسی، چې طالبان به سوله کوی، له سیاسی بهیر سره به یوځای کېږی او یا به هم د افغان حکومت یوه برخه ګرځی او همدا رنګه به له ترهګرۍ سره اړیکې پرې کوی. افغانانو ته په ځانګړې توګه د افغانستان حکومت ته امریکا له دغه پیغام رسولو وروسته خپلې کډې بار کړې، د طالبانو شرط یې ومانه،خو له طالبانو یې ونه پوښتل، چې دا شرایط یې پوره کړی او که څنګه؟؟؟

له هغه را وروسته په افغانستان کې د امریکا یوه سرتېری هم نه دی وژل شوی او آن پوزه یې هم نه ده وېنې شوې، خو دلته خګړې زور اخیستی، نه سوله درک لری او نه هم څوک د سولې په کیسه کې دی، بس افغان وژنه ده، جګړه ده چې تېزه شوې او د افغانانو سرونه او ملی ګټې له خاورو سره خاورې کوی!

پر امریکا هم سختې نیوکې دی، چې سرتېرې یې ولې غیر منطقی دی وځی؟ دا بې مسوولیته وتل اوس په له بشری او ستراتېژیک پلوه افغانانو ته په لوړه بیه پرېوزی. په همداسې حالت کې امریکا دې جګړې ته [د افغانستانو جګړه؟؟؟] نوم ورکوی، حال دا چې د طالبانو په لیکو کې د یو شمېر ګاونډیانو ملېشې هم دی، چې په ښکاره توګه یې د ملی تاسیساتو ورانولو لړۍ ته ملاتړلې ده! له هراته اندېښنې شته او پر چشت شریف ولسوالۍ د طالبانو او د هغو په جامه کې د بهرنیو ترهګرو بریدونه د دې لپاره زیات شوی، چې سلما بند ته ځانونه ورسوی او وران یې کړی. سلما هغه بند دی، چې ملی پانګه یادېږی او ایران یې تل په دښمنۍ کې واقع شوی دی.

په همداسې حال کې ښکاری، چې طالبان نه د جګړې د کمولو واک او اختیار لری او نه هم د سولې لپاره د تدبیر نیولو، بس دوی د پاکستان تر مستقیم امر لاندې یوازې او یوازې د جګړې د تېزوالی هڅې کوی، چې اوس یې د یو شمې ولسوالیو په سقوط سره لا نورې هم سترګې سرې شوې او د خپلې بریا خوبونه وینی. د دوی په لیکو او د تصمیم نیولو په لیکو کې د پاکستان سړی د سترې اندېښنې وړ دی. افغانان اوس مجبور دی، چې وسله پورته کړی او د پاکستان د مخامخ جګړې په لیکو کې سره راټول شی. دا بهیر که له یوې خوا د ملت د مسوولیت احساس په ډاګه کوی، خو له بلې خوا اندېښنې هم په ځان پسې لری. پاکستان او امریکا هم داسې ډنډورې خپروی، چې ګنې افغانستان د کورنیو جګړو خوا ته درومی؟!

خو په اصل کې د امریکا او پاکستان موخه دا ده، چې د خپلو ناوړو تصامیمو په اړه د افغانانو او نړۍ پام بلې خوا ته واړوی، خو په دې کې لومړی د امریکا او بیا د پاکستان زیانونه دی، که د هغوی په وینا کورنۍ جګړه پېښېږی، نو لیکوال په لیکنه کې وړاندې له افغانستانه  د امریکایی سرتېرو د وتلو په صورت کې هغو بشری او ستراتېژیکو خطرونو ته اشاره کړې چې هم افغانستان او افغانان او هم امریکا او متحدان‌یې ورسره مخ کېدای شی. د امریکا د کانګرېس یو مخکښ جمهوری غوښتونکی غړی مایکل مکال وېیلی جمهور رییس بایډن به د هغو بدرنګو تصویرونو څښتن وی، چې له افغانستانه د امریکایی سرتېرو د وتلو په نتیجه کې به رامنځته کېږی. مایکل مکال فاکس نیوز ته وېیلی:«کله چې موږ په بشپړه توګه له افغانستانه ووځو، هغه ویجاړۍ، وژنې او بشری ناورین چې رامنځته کېږی او د پاکستان پر پوله خلک تښتی، جمهو رییس بایډن به د خپلې پرېکړې په بدل کې دا بدرنګ تصویرونه ولری.»

پاکستان به هم د ترهګرۍ کارولو له امله خپله سزا ووینی او هغه خوبونه به یې هېڅکله هم ریښتیا نه شی، چې د افغانستان په اړه یې وینی!

په همداسې حال کې موږ د سولې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د هڅو ستاینه کوو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازې دیبورا لاینز یو ځل بیا دوحې ته تللې او د سولې په اړه د طالبانو د قطر دفتر له غړیو سره غږېدلې ده. مېرمن لاینز ددوشنبی په ورځ په دوحه کې له طالب پلاوی په ټینګار غوښتی چې د سولې مذاکرات باید رښتینی وی او د جګړې د پای ته رسېدو او افغانانو ته د هیلو د ور په برخه کولو د یوازینۍ لارې په توګه باید لومړیتوب ورکړل شی.

اوس د طالبانو وار دی، چې خپل ځانونه ثابت کړی، چې د سولې لپاره پر رښتینی تصمیم خپل ځان ثابت کړی، چې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه نه کوی او خپلواک دی، له دې پرته به د هغوی اوسنۍ جګړه د هېچا په ګټه نه وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید