روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د جمهوررییس غنی په حضور کې د مرمرو او تراورتین دوه تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او نچرل سټون شرکت ترمنځ د کونړ – ننګرهار د مرمرو او پروان تراورتین دوه جلا تړونونه، پرون له غرمې مخکې لاسلیک شول.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند وویل: د کانونو وزارت د تګلارې او د جمهوررییس د لارښوونې په اساس چې وزارت باید له مصرفی څخه په عایداتی بدل شی، د دوو پروژو تړونونه لاسلیک ته چمتو او نورې پروژې هم په پام کې دی.

ده زیاته کړه: د مرمرو پروژه په ننګرهار او کونړکې موقعیت او اکتشافی ساحه یې ۲۷ کیلو متر مربع مساحت لری . همدارنګه د پروان تراورتین پروژې اکتشافی ساحه ۶ کیلو متر مربع ده. ده زیاته کړه: د دغو تړونونو اکتشافی موده دری کاله ده او قراردادی ژمنه کړې ،چې په یو کال کې یې بشپړه کړی. د دغو پروژو تطبیق دری، دری نیم سوه کسانو ته د کار زمینه برابروی.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند او د نچرل سټون شرکت رییس محمداصف ستانکزی د کونړ – ننګرهار د مرمرو او پروان تراورتین دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل.

جمهوررییس غنی یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: دغه وړه پانګونه د لوی حرکت نښه ده او ارزښت یې په دې کې دی چې، په هر هېواد کې وړې پانګې د حرکت ماشینونه دی چې منځنیو او لویو متشبثینو ته لاره پرانیزی .

جمهوررییس د نچرل سټون شرکت رییس څخه په کابل کې د نیمه قېمتی ډبرو د پروسس پر دوې فابریکو د یولس میلیون ډالرو پانګونې او زموږ مرمرو ته د نړیوال مارکېټ د پرانیستې او صادراتو پیلولو له امله مننه وکړه او وې ویل: افغانستان سلګونه ټنه او له څلوېښت رنګه زیات مرمر لری، چې له دې لارې پرېمانه عاید ترلاسه کېدای شی او دا د خودکفایی لپاره مهم ګام دی.

د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه، چې ټولو په ځانګړی ډول نوښتګرو، پر نړیوالو معیارونو او مارکېټ پوه او برابرو متشبثینو او پانګوالو ته زموږ غېږې پرانیستی او د دوی ستونزې به په اساسی توګه حل او همدارنګه به د کونړ، پروان او نورو ولایتونو پر طبیعی زېرمو اساسی پانګونه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید