روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د جدې د شپږمې په اړه د افغانستان داسلامی امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامی امارت وایی، هېچا ته اجازه نه ورکوی، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړی. اسلامی امارت دغه څرګندونې پر افغانستان د پخوانی شوروی د یرغل د ۴۲ مې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې په خبر پاڼه کې راغلی : افغانان وتوانېدل، چې له څو تاړاکونو او یرغلونو خپله خاوره آزاده کړی او د سوله ییز او خپلواک ژوند لاره غوره کړی. په اعلامیه  کې زیاته شوې: له نن څخه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی په ۶ مه د پخوانی شوروی اتحاد سروځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ. افغان مسلمان او آزادی غوښتونکی ملت د هېڅ یرغلګر اشغال اوتجاوز نشی زغملای، نو ځکه زموږ با شهامته اومجاهد ولس د پخوانی شوروی یرغلګر په وړاندې ستر او سرتاسری جهاد پیل کړ، چې د لسو کلونو په جریان کې یې د وخت شوروی اتحاد ته ماته ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه یې زموږ له هیواد څخه وشړل. د افغانستان اسلامی امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخوانی شوروی اتحاد یرغل غندی او د هغو په وړاندې د افغان میړنی ولس جهاد او مبارزه ستایی. افغانستان د هېڅ بل هیواد په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوی او بل چا ته هم اجازه نه ورکوی ،چې زموږ حقه حقوق ترپښو لاندې کړی او په کورنیو چاروکې مو لاس وهنه وکړی، افغانان د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړی له نړیوالو سره د اسلامی او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوی اړیکې تامین کړی، چې په هغو کې هیچاته هم د ضرر احتمال نه وی او د ملتونو د آزادۍ حق خوندی وی. د افغانستان اسلامی امارت له ټولو لرې او نږدې هیوادونو څخه هیله لری چې د ښو او پیاوړو اړیکو په جوړولو او تامینولو کې مثبت رول ولوبوی ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شی او له پخوانیو جنګ جګړو راپاتې ناخوالۍ، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید