د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په داسې حال کې چې امریکا له هندوستان او چین څخه غواړی چې له ایرانه د تېلو رانیول بند کړی، خو د ایران دغه دوه لوى مشتریان وایی، په نړۍ کې د تېلو د کافی اکمال لپاره بل بدیل نهشته. په پام کې ده راتلونکې دوشنبه د ایران د تېلو پر سکتور د امریکا د بندیزونو عملی کېدل پیل شی. دغه بندیزونه وروسته له هغې بیا لګول کېږی چې امریکا د ٢٠١۵ میلادی کال له اټومی تړونه د واشنګټن د وتلو اعلام وکړ، خو د تهران لوى مشتری چین وایی د ایران د تېلو واردولو ته دوام ورکوی.