روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تېر نظام  یو قوماندان په خپله خوښه وسلې د اسلامی امارت مجاهدینو ته وسپارلې

د نورستان ولایت مرستیال په هلو ځلو قوماندان عبدالله چې په تېر نظام کې قوماندان و، اووه میله درنې او سپکې وسلې د نورستان ولایت مرستیال شیخ زر محمد حقانی ته تسلیم کړې.په یادو وسلو کې یو قبضه راکټ، یو میل پیکا، یو میل نارنجک او څلور میله کلاشینکوفونه شامل دی.د ولایت مرستیال وویل : له فتحې وروسته په ټول هېواد کې سرتاسری امن دی ټول ولسونه کولی شی ،چې په ډاډه زړه خپل ژوند وکړی، ده له قوماندان عبدالله مننه وکړه، چې په خپله خوښه یې وسلې وسپارلې او هغه ته یې د امنیت او حفاظت ډاډ ورکړ.قوماندان عبدالله د وسلو د تسلیمۍ پر مهال وویل، چې نورې د بیت المال وسلې چې په هرځای کې له ملګرو سره وی هغه به هم وسپاری او په خپله سیمه کې به مفسدینو ته اجازه ورنه کړی چې خلکو ته ستونزې جوړې کړی او د سیمې د امنیت لپاره به تر خپلې وسې کوښښ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید