روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تقدیر تر څنګ، تدبیر مو دینی ماموریت دى

د تقدیر تر څنګ، تدبیر مو دینی ماموریت دى

عبدالهادی  روان

تقدیر :په لغت کې انداﺯه کولو ته وایی

یعنى د خداى له لورى د هغه د مطلق علم په وسیله د انسانانو د اختیارى فعالیتونو ، اندازه کول او لیکل .

یا په بله وینا :  زموږ د اختیارى اعمالو وړاندوینه او د ثبت او راجستر کتاب .په دغه موضوع کې هېڅ اجبار نشته یعنې تقدیر نه جبر دى او نه هم حکم دى چې موږ ىې پر عملی کولو مجبور اوسو .داچې وایوو دا کار کوم او دا کار نه کوم ، معنې یې داده چې ﺯه مجبور نه یم چې ښه کار وکړم او یا هم بد، بلکې خداى (ج) کتاب او قانون او د ښه او بد دپېژندکو توان او استعداد راکړى ، چې د هغو په وسیله د ښه او بد تشخیص کوم او ښه او ګټور کار کوم او زىان رسوونکى او مضر کار نه کوم .لکه چې فرماىى : (( هر انسان د خپلو فعالیتونو د ځواب ویلو په اړه مل زم دى.)) نو همدا اختیار دى چې موږ د خپلو ښو او ناوړو کارونو مسوولیت منو او دانسان په برخلیک ټاکلو کې د هغه د عمل پر اغېز باوری یوو .یعنې موږ د تقدیر مقهور او مجبور نه ، بلکې په ښه او علمی او منطقی او اسلامی تدبیر مامور یوو  او دا ماموریت مو د اختیار او ارادې په چوکاټ کې دى.

اصلى خبره :د دغې موضوع اصلی سوژه ، دکورونا د ناروغۍ او ددغه ویروس د سرایت په اړه د خلکو دوه ډوله غبرګون دى , په دې معنى چې روغتیا وزارت او د حج او اوقافو وزارت له کورونا سره د مبارزې لپاره خلکو ته د قرنطین سپارښت وکړ  او دا د دغه ویروس د سرایت پر اساس و ، چې د نورو هېوادونو په شان په لوى ناورین کې ښکېل نه شو ، خو یو شمېر ملاصایبانو په جوماتونو کې خلکو ته ووىل : هر څه چې تقدیر کې لیکلى وى ، بس هماغه کېږی او قرنطین او په جوماتونو کې د جماعت د لمانځه بندول مناسب نه دی .د دې خبرې یوه معنى دا کېږی چې تقدیر ، ﺯموږ د اعمالو په اړه د خداى ج امر او پرېکړه ده او تدبیر نیول هېڅ معنى نه لری ، او موږ د تقدیر په جبر محکوم یوو او بل دا چې مرض سرایت هم نه کوى !دا دنن خبره نه ده، بلکې څو پېړۍ وړاندې دغه عقیده د جهم بن صفوان سمرقندی په وسیله دغه ناسم باور د مسلمانانو په منځ کې پیدا شو او ډېرې ستونزې ىې هم پیدا کړې .ځکه تقدیر ته د جبر په سترگو کتل ، اصلاً یوه غیر علمی او ضد اسلامی عقیده ده او د انسان د ټولو فزیکی فعالیتونو د تعدیل او نفی کولو معنى ورکوی او همد راﺯ د خداى ج د عدالت مخالف منطق دى ،ځکه مجبور انسان هېڅ مکلفیت نه منی ، په داسې حال کې چې موږ د ژوند د هر ښه او ناوړه کار پر وړاندې مکلفیت او مسوولیت لرو او قران کریم زموږ د ژوندانه د ټولو فعالیتونو په اړه زموږ د مسوولیت ټاکلو لپاره د منشور په توګه راغلى دی او د ذرې ذرې مسوولیت یې ښوولى او د قران مجید تر څنګ په ﺯرګونو نبوى احادیث هم د دغه مسوولیت د بیان ، تفسیر ، تحلیل او تمثیل پروسه پر مخ بیایی .د طاعون او وبا د مخنیوی یواځینۍ لاره قرنطین ده.د حضرت عمر د خلافت په دوره کې په فلسطین کی طاعون ګډ شو. کله چې حضرت عمر خبر شو ، نو حرکت یی وکړ، چې وضیعت له نږدی وګوری. کله چی شام ته ورسېد ، ځایی اصحابو مشوره ورکړه چې باید بېرته وګرځی. له دغو صحابه وو څخه یو هم عبدالرحمن بن عوف (رض),عمر( رض) ته وویل :ما له حضرت محمد (ص) څخه اورېدلی چې په کوم ځاى کې طاعون ګډ شی ، هلته مه ورځئ او که د هغې سیمې هستوګن یاست ، نو له سیمې بهر مه وځئ .روایت دى چې حضرت عمر رض ته د بېرته ګرځېدو پر مهال چا ووىل، چې ته له تقدیره تېښته کوې ؟هغه ورته وویل : هو ، له یو تقدیر نه بل تقدیر ته پناه وړم .چې مقصد ترى قرنطین دى ، چې مرض تر کنټرول لاندې راشی او نورو سىمو ته خپور نه شی.همدا راﺯ پیغمبر( ص) فرمایلی : له مجزوم ناروغ نه داسې تېښته وکړئ لکه له ﺯمری نه .دغه ټول روا یتونه د طاعونی ناروغیو پر وړاندې قرنطین او د مرض سرایت ثابتوی .د یادولو وړ ده، چې په هغه وخت کې په دغه طاعون ډېر جلیل القدر صحابه سره له کورنیو شهیدان شول، لکه ابو عبیده بن جراح، ابو موسی اشعری، معاذ بن جبل او نور. نو طاعون دین او مذهب نه پېژنی، ټول نیسی او وقایه ضروری صحی تدبیر دى. عمرو بن عاص خلکو ته امر وکړ چې هر سړى دې له خپلی کورنۍ سره غرونو او صحراوو ته لاړ شی، نو همغه وو ،چې کورنیو په صحرا او غرونو کې ځانونه قرنطین کړل .څه موده وروسته طاعون ورک شو او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.په پاى کې بیا هم یادونه کوو ،چې موږ مسلمانان د هر ډول خطرونو پر وړاندې چې زموږ ځان ،مال او عزت او شوکت ګواښی په لازمو او تر وسې وسې په متناسبو دفاعی او یرغلیزو تدبیرونو مامور شوی یوو او له درنو دینی عالمانو غواړو د دغو صریحو لارښوونو په پام کې نیولو سره د کورونا د کرغېړن ویروس پر وړاندې له روغتیایی کارکوونکو سره په همغږۍ سره د وقایې او قرنطین په علمی جهاد کی برخه واخلی .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید