د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان:آذربایجان ته په خپل سفر کې د نګرنو-قره باغ هغه سیمه هم وکتله ،چې ادارې یې له ارمنستان څخه آذربایجان ته سپارلې ده.اردوغان باکو ته له رسېدو وروسته د نګرنو قره باغ په جنوب ختیځ کې فوزولی سیمې ته لاړ، چې ۳۰ کاله وروسته آذربایجان ته سپارل شوې ده.د ترکیې ولسمشر له خپل آذربایجانی سیال الهام علییف سره وکتل او دواړه سوسا سټراتیژیک ښار ته هم لاړل.ارمنستان او آذربایجان پر بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ د شپږو اوونیو تر جګړې وروسته په تېره نومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب پر اوربند موافقه وکړه.د هغې جګړې له امله ځینې سیمې چې له ۹۰یمو کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې وې، آذربایجان ته وسپارل شوې. ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ارمنستان رقیب دی، خو د آذربایجان له کلیدی ملاتړو ګڼل کېږی.