روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترکیې هوایی شرکت کابل او مزارشریف ښارونو ته بیا الوتنې پیل کړی دی

ټاکل شوې ده، چې د ترکیې هوایی شرکت (ترکش ایرلاینز) کابل او مزارشریف ښارونو ته الوتنې بیا پیل کړی.دې هوایی شرکت له تېرو لسو کلونو راهیسې افغانستان ته الوتنې لرلې، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ګڼو نورو هوایی شرکتونو په شان یې الوتنې تم کړې.کابل ته د ترکش ایرلاینز وروستۍ الوتکه د ۲۰۱۱ کال په جولای کې راغلې وه او د کورونا وبا له خپرېدو او پر افغانستان د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې کابل او مزارشریف ته الوتنې وځنډولې.ترکش ایرلاینز پر خپله ویبپاڼه لیکلی چې کابل ته به یې لومړنۍ الوتنه د مارچ په ۲۷ مه نېټه وی او د ټکټ ریزرف کول به د مارچ په ۲۶ مه پیل کړی.پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ایران، پاکستان، متحده عربی اماراتو، روسیې او قطر هوایی شرکتونو افغانستان ته الوتنې بېرته پیل کړی دی.

د کابل هوایی ډګر ترمینل ترمیم شوی او کابو یوه میاشت پخوا اسلامی امارت له یوه اماراتی شرکت سره د افغانستان په هوایی ډګرونو کې د مسافرو د تلاشۍ او کنټرول په اړه قرارداد لاسلیک کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید