د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې په ځنګلونو کې د اور لګېدو د دوام له امله تر اوسه د اتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.د ترکیې د جنوب په ځنګلونو کې دا اور اووه ورځې مخکې ولګېد ،چې په ترڅ کې تر ډېره د دې هېواد ساحلی ښارونه چې د کال په دې موسم کې سیلانیان ورته راځی، زیانمن شول.د ترکیې د ځنګلونو وزیر باقر پاګدیمیرلی وړمه ورځ ووېیل: دوی تر دې دمه په ۱۲۵ ساحو کې لګېدلی اور کنټرول کړی دی.نوموړی زیاته کړه، چې د دې اور د لګېدو علتونه سخته تودوخه او تُند بادونه دی.د راپورونو له مخې د متضررو سیمو زرګونه اوسېدونکو خپل کورونه پرېښی او یو شمېر سیلانیان هم له خپلو هوټلونو څخه وتلی او ځانونه یې امن ځایونو ته رسولی دی.اروپایی ټولنې وېیلی، چې د اور وژنې دری الوتکې د مرستې لپاره ترکیې ته استوی.انقره وایی، چې له اوکراین، روسیې، ایران او آذربایجان څخه یې هم د اور وژنې د الوتکو غوښتنه کړې ده.