روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند وزارت مرستیال:د هوایی ډګرونو د ځمکنیو چارو د تنظیم او د غوره خدمتونو وړاندې کولو اړتیا

د کابل په ګډون د هېواد د درېو هوایی ډګرونو د ځمکنیو چارو د تنظیم او خدمتونود وړاندې کولو تړون د متحده عربی اماراتو د ګک نړیوالې کمپنۍ د عامل پلاوی د مشر رزاق اسلم او د افغانستان د اسلامی امارت د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند د وزیر حمیدالله آخوند زاده ترمنځ لاسلیک شو.د دې تړون په لاسلیکولو سره به یوځل بیا نړیوالې هوایی کمپنۍ افغانستان ته خپل پروازونه چټګ کړی.د پخوانی جمهوری حکومت پرمهال هم د هوایی ډګرونو په تړاو قرارداد شتون درلود، خو د ترانسپورټ وزارت د نورو هوایی کمپنیو او په ځانګړې توګه له ګک کمپنۍ سره له پرله پسې خبرو اترو وروسته یوځل بیا له دغې کمپنۍ سره قرارداد وکړ.د اماراتو دغه کمپنۍ به د کابل،هرات او کندهار هوایی ډګرونو د الوتکو او ځمکنیو خدماتو د وړاندې کولو مسئولیت پر غاړه ولری.د دغه تړون اقتصادی ارزښت ته په کتو د هېواد ورځپاڼې خبریال د افغانستان د اسلامی امارت د ترانسپورټ او ملکی هوایی چلند وزارت له عملیاتی مرستیال کپتان غلام جیلانی((وفا)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.

پوښتنه:د افغانستان د درېو ولایتونو کابل،کندهار او هرات د هوایی ډګرونو د ځمکنیو خدمتونود وړاندې کولو لپاره،چې کوم تړون د متحده عربی اماراتو او د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت ترمنځ لاسلیک شوی پرې رڼاواچوئ؟

ځواب: دغه تړون د الوتکو او د ځمکنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له متحده عربی اماراتو سره لاسلیک شوی دی.کله،چې لویې الوتکې راځی او په ترمینل کې درېږی له دغو الوتکو مسافر ښکته کېږی، بیا دوی ته موټر او زینې را وړل کېږی،چې مسافرترمینل ته بوتلل شی. وروسته د دوی بکسونه او بیکونه بېلابېلو څانګو اوځایونو ته وړل کېږی.سربېره پر دې د الوتکې منځ کې د چوکیو او تشنابونو پاککاری او صفایی هم ترسره کېږی. که چېرې هوا سړه او ژمی وی د الوتکې ټول وزرونه له یخونو پاکېږی.دا ډول نور خدمتونه هم شتون لری،چې پر ځمکه ترسره کېږی،نو یاد تړون د هېواد د درېو نړیوالو هوایی ډګرونو کابل، کندهار او هرات په باب لاسلیک شوی دی.

ده زیاته کړه: د مزار شریف هوایی ډګر د الوتکو او ځمکنیو خدماتو د وړاندې کولو تړون له یوې افغانی کمپنۍ سره شوی. دغه کمپنۍ به لکه د اماراتو د کمپنۍ په څېر په یاد هوایی ډګر کې فعالیت کوی.یاده افغانی کمپنۍ د دغه کار د ترسره کولو لپاره نړیوال سرټیفیکېت،  اجازه لیک او تجربه لری.دغه تړون د روان کال د غویی میاشتې په درېیمه د متحده عربی اماراتو له ګک کمپنۍ سره لاسلیک شو.د تړون موده ۱۸ میاشتې ټاکل شوې. سربېره پر دې،چې الوتکو ته خدمات وړاندې کوی،د نورو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هم ډېرې ماشینرۍ ته اړتیا ده،چې دا کار هم باید ترسره شی.یاده کمپنۍ به دغه تجهیزات برابروی او د دې په څنګ کې به هغه افغانی ځوانان،چې له یادې کمپنۍ سره پر کار ګمارل کېږی معاش او روزنه به ورکوی.موږ په دې اند یو کله،چې دغه قرارداد پای ته رسېږی افغانستان به نوردغسې تړون ته اړتیا ونه لری او موږ به د دغه کار له پېټی ووتلی شو.له یوې خوا به افغانی پرسونل وروزل شی او له بل لوری به د تجهیزاتو تشه له منځه ولاړه شی.بله مهمه خبره داده، چې یاده کمپنۍ د لویو الوتکو د تګ او راتګ لپاره تضمین ورکوی،چې که چېرې پر مځکه الوتکو ته ستونزه پیدا کېږی افغان طرف ته به تاوان ورکوی،ځکه اوس د لویو نړیوالو کمپنیو باور او اعتماد پر افغان لوری ښه شوی دی.الوتنې به پیلېږی او نړیوالو هوایی ډګرونو ته به ترسره کېږی او د دې ترڅنګ به هوایی پرسونل په ډاډمن ډول تګ او راتګ کوی او خدمات به د یادې کمپنۍ له خوا په نړیوال ستندرد وړاندې کېږی.د اعتماد په ډېرېدو تګ او راتګ ډېرېږی او په دې کار سره د عوایدو کچه هم لوړېږی.د تړون سیستم ټولیز او عامه دی په دې مانا،چې پانګونه خپله کمپنۍ کوی او افغان لوری د اوس لپاره پیسې نه لګوی،خو کله،چې عواید راټولېږی هغه به په یو ګډ حساب او اکونټ کې اچول کېږی او لګښت به هم په ګډه له یاد حساب څخه برابرېږی او خالصه ګټه به د یادې کمپنۍ او د افغانستان د اسلامی امارت تر منځ وېشل کېږی.

پوښتنه:د تېرو نهو میاشتو په موده کې د ترکیې او قطر شرکتونو ترمنځ د هوایی ډګرونو په اړه خبرو دوام وکړ،پایله څه شوه؟

ځواب: قانون دا دی،چې څو سیالې کمپنۍ د سیالۍ اوداوطلبۍ لپاره راځی او د دغو کمپنیو پروپوزل اوغوښتنلیکونه وړاندې او بیا ارزول کېږی. وروسته له دغه پړاو څخه ګټونکې کمپنۍ اعلان او ورسره تړون لاسلیک کېږی.د ګټونکې کمپنۍ د کار کیفیت او ستندردونه به لوړ وی،  لګښت به یې هم لږ وی او د دې ترڅنګ به یاده کمپنۍ ښه کاری مخینه هم ولری. پر دې اساس دغې کمپنۍ ته لومړیتوب ورکول کېږی.د ترکیې او قطر کمپنیو موږ ته مراجعه کړې وه او هوایی ډګرونو ته د ځمکنیو خدماتو د رسولو او نورو برخوکې ورسره خبرې شوې وې.په هوایی ډګرونو کې نور خدمات هم شتون لری،چې ډېرو کمپنیوته مو د سیالۍ بلنه ورکړې،چې افغانستان ته راشی او له موږ سره مذاکرې وکړی،چې موږ هم ګټوره کمپنۍ وټاکو.

پوښتنه:له پخوانی دولت،چې له فرانسې سره د رادارو د پېرلو تړون لاسلیک کړی و،د دغو رادارو د را رسېدو بهیر څنګه دی؟

ځواب:له یوې فرانسوی تالس کمپنۍ څخه د رادار دستګاوو د پېرلو تړون پخوانی دولت لاسلیک کړی و، د همدغه قرار داد پر بنسټ ۳ د رادارو د ستګاوې افغانستان ته رارسېدلی او د ۹ نورو د راوړلو کار پاتې دی.موږ هڅه کوو،چې تړون بشپړ شی او پاتې رادار هم په هوایی ډګرکې د متخصصینو له خوا نصب شی.همدغه درې رادارونه هم د یادې کمپنۍ په واک کې دی اوتر اوسه موږ ته نه دی راسپارل شوی.

پوښتنه: د افغانستان له هوایی حریم څخه د بهرنیو الوتکو بهیر څنګه پر مخ درومی؟

ځواب: د هوایی کنترول لپاره باید له بهرنیو کمپنیو سره قراداد وشی؛ځکه موږ د هوایی تجهیزاتو او هم د پرسونل ستونزې لرو، چې یوه له دغو ستونزو څخه د رادارو ستونزه ده. داهغه څه دی، چې کار پرې روان دی،خو بیاهم د افغانستان له فضاڅخه هره شپه او ورځ شپېته پروازونه تر سره کېږی.د دغو پروازونو عواید بانکی حساب ته داخلېږی.

پوښتنه:موږ څو هوایی کمپنۍ لرو؟

ځواب :یو د آریانا افغان هوایی دولتی شرکت دی.دغه شرکت څلور الوتکې په واک کې لری او د دوو نورو الوتکو د پېرلو هوډ هم لری کېدای شی په نږدې راتلونکې کې یې ترلاسه کړی.سربېره پر دې د کام ایر خصوصی هوایی شرکت یوولس الوتکې په واک کې لری.دغه شرکت له تشکیلاتی پلوه خپلواک دی.د هوایی چلند دنده یوازې د دوی پر حرکاتو،  کنترول او پر ساتنې متمرکزه ده،چې الوتکې یې خوندی پروازونه وکړی او د افغانستان قوانین پرځان پلی کړی.

پوښتنه: د دولتی او خصوصی هوایی شرکتونو ترمنځ د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سیالی څنګه ده؟

ځواب: ستندردونه او معیارونه د دولتی او خصوصی هوایی شرکتونو لپاره یو شان دی. د ایکاو نړیوال سازمان معیارونه د نړۍ د ټولو الوتکو لپاره دی.ځینې معیارونه ډېر حساس او جدی دی اوکه چېرې شتون ونه لری دهوایی کمپنیو الوتکې نه شی کولی پرواز وکړی.ځینې معیارونه د الوتکو د دیکور،چوکیو او سیټونو یا داچې مسافرو ته په هواکې د ښې ډوډۍ ورکولو دی، چې هر ایرلین او هوایی شرکت یې له خپل عاید سره سم تنظیموی او مسافرو ته یې وړاندې کوی.په نړې کې په درېو کتګوریو کې ایرلینونه فعالیت لری، چې یو یې های پرایس ایرلین دی،چې د ټکټونو بیه یې د ښو خدمتونو له کبله لوړه ده.دویم یې ارزانه ایرلین دی،چې د کمزورو خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل مسافر په ارزانه بیه لېږدوی.داسې الوتکې هم لرو،چې له دوو کیلو اضافه بار له مسافرو سره نه پرېږدی،خو داسې الوتکې هم لرو،چې تر څلوېښتو کیلو پورې بار له مسافرو سره پرېږدی.دا داسې خدمات دی،چې په بېلابېلو ډولونو وړاندې کېږی.د الوتکو خوندیتوب او د انجن روغوالی ډېر مهم دی او سربېره پر دې نور تخنیکی سیستمونه هم باید بشپړوی. که چېرې الوتکه نوې وی،خو انجن یې زوړ وی د پرواز حق نه لری.

پوښتنه: تاسې له څه ستونزو سره مخ یاست؟

ځواب: کله،چې کار کوو ستونزې هم زموږ په وړاندې پرتې وی.د هېواد هوایی ډګرونه باید د نړیوالو ستندردونو او معیارونو مطابق ورغول شی،چې هوایی شرکتونه وکولی شی په ډاډمن ډول کار اوفعالیت وکړی. په دې کار سره به د مسافرو تګ او راتګ ډېر شی.چلنجونه او د پرسونل د روزنې ستونزې هم شتون لری. نوی ځوانان روزنې ته اړتیا لری د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره له بهرنیو هېوادونو سره باید قرادادونه وشی.اوس مهال د هېواد په دننه کې د نوی عصر له غوښتنې سره سم د روزنې ستندرد مرکزونه نه لرو،چې د هوایی ملکی برخې د رهبرۍ مسایل په کې تدریس شی.موږ ځوانان د زده کړې اوترېننګ لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږو.د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره پلان جوړولواو پیسو ته اړتیا ده، موږ غواړو چې په راتلونکې کې پر ځان بسیا شو.

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید