روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت ویاند امام الدین((احمدی)): د هیواد نړیوال هوایی ډګرونه په سټنډرډ ډول د الوتنو لپاره چمتو شوی

له افغانستانه د امریکایی او ناټو ځواکونو په وتلو سره د هیوادهوایی ډګرونه تخریب او الوتکې له فعالیته لوېدلې وې،چې په ټول هیواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره هوایی ډګرونه د قطر هېواد په مرسته او همدارنګه د افغان کارپوهانو په هڅو فعال او الوتکې د پروازونو لپاره چمتو شوې.اوس د وخت په تېرېدو سره د هېواد هوایی ډګرونه او الوتکې مسافرو ته د سټنډرډ او ښوخدمتونو د وړاندې کولولپاره چمتو شوی اوآریانا افغان هوایی شرکت او همدارنګه کام ایر هوایی خصوصی شرکت د سیمې  هېوادونو ته مسافر لیږدوی.په دې اړه د هیواد ورځپاڼې خبریال د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت له ویاند امام الدین((احمدی)) سره مرکه کړې،چې خپرېږی.

پوښتنه:د مزار شریف هوایی ډګر،چې د هیواد له نړیوالو هوایی ډګرونو شمېرل کېږی اوس یې فعالیت څنګه دی؟

ځواب: د مزار شریف د هوایی ډګر فعالیت په سټنډرډ او ښه توګه پرمخ درومی؛ ځمکنی خدمات او امنیتی قراردادونه له بېلابېلو کمپنیو سره پخوالاسلیک شوی وو. دځمکنیو خدماتو د وړاندې کولو قرارداد پخوانی نظام له یوه افغانی شرکت سره لاسلیک کړی و، د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت هم دغه قرارداد وغزاوه .همدارنګه د مزار شریف د هوایی ډګر امنیتی قرار داد د عربی اماراتو له ګګ کمپنۍ سره تړل شوی و.څرنګه،چې دغه هوایی ډګر نظامی نه،بلکې ملکی دی په کې د بدنی چک ځایونه، د اکسریزماشینونه او همداسې د الوتکو د چک برخې فعالې شوې دی؛نو ویلی شم ،چې هیوادوالو ته خدمات په معیاری او سټنډرډ ډول وړاندې کېږی.له دې وړاندې تخنیکی چارې د ناټو ځواکونو له خوا پرمخ وړل کېدې او افغانی کارکوونکو په لږ کچه په دغو برخوکې دنده ترسره کوله.له نېکه مرغه اسلامی امارت د نږدې یوه نیم کال په موده کې ډېر کسان وروزل. اوس همدوی کارونه پرمخ وړی او د روزلو لپاره یې بهرنی کارپوهان او متخصصین ګمارل شویدی.

ده زیاته کړه:د هیواد نړیوال هوایی ډګرونه په سټنډرډ ډول د الوتنو لپاره چمتو شوی دی .د مزار شریف د هوایی ډګر د نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره د ازبکستان هیواد تخنیکی ټیم افغانستان ته راغلی و او له موږ سره یې د افغان ځوانانو په روزلو کې مرسته وکړه.دغه هوایی ډګر له ښاری برېښنا سره هم و نښلول شو،چې له دې وړاندې له ښاری برېښنا بې برخې و.اوس د مزار شریف هوایی ډګر له تخنیکی پلوه بشپړ شوی او د خدماتو د وړاندې کولو لپاره هېوادوالو ته چمتو شوی دی.

پوښتنه: د هرات او کندهار په شمول د نورو ولایتونو د هوایی ډګرونو فعالیتونه څنګه دی؟

ځواب: اوس د هیواد په کچه ۲۶هوایی شرکتونه فعالیت لری،چې له دغې ډلې د کابل،هرات،مزار شریف،خوست او کندهار نړیوال هوایی ډګرونه یادولی شو. له اسلامی امارت څخه مخکې دغه هوایی ډګرونه غیر فعال شوی وو،چې په ټول هیواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره بېرته فعال کړای شول او موږ په ډېرې چټکۍ سره پر دې وتوانېدلو،چې هوایی ډګرونه فعال کړو.دغه راز د نړیوالو هوایی ډګرونو مخابراتی سیستمونه ورغول شول،چې اوس پر نړیوالو قوانینو او سټنډرډونو خدمات وړاندې کوی.هغه آسانتیاوې،چې د مسافرو لپاره اړینې دی په دغو هوایی ډګرونوکې چمتو شوی او مدیریت یې هم د افغانانو له خوا ترسره کېږی.

پوښتنه: بهرنیو هېوادونو ته د مسافرو په تګ او راتګ کې ښه والی راغلی دی که څنګه؟

ځواب:له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره زموږ دهیواد فضا نظامی اعلان شوې وه او الوتنې په ټولیز ډول درول شوې وې او هغه مهال هوایی ډګرونه ویجاړ او تخریب شوی وو.د بېلګې په توګه د کابل نړیوال هوایی ډګر په بشپړ ډول تخریب شوی و،چې له نېکه مرغه د اسلامی امارت په واکمنېدو سره بېرته ورغول شو او د مسافرو په وړاندې ولایتونو او بهرنیو هیوادنو ته پروازونه پرانیستل شول.د اسلامی امارت په لومړیو وختونو کې د قطر هیواد په مرسته نړیوال هوایی ډګرونه فعال شول،چې له نېکه مرغه اوس یې ټولې چارې افغانان پرمخ وړی. سربېره پر دې د مسافرو د تګ او راتګ لپاره پروازونه ښه شوی او په دې برخه کې کومه تشه نه لیدل کېږی.هغه الوتنې،چې د نظام په بدلېدو سره درول شوې وې بېرته پیل شوی دی.لکه ګاونډیو او آسیایی هیوادونوته.په هوایی ډګرکې،چې کوم خدمات اړین دی هغه هیوادوالوته په ښه او لوړ کیفیت وړاندې کېږی.

پوښتنه:که مهربانی وکړئ ووایاست ،چې څو هیوادونو ته الوتنې لرئ؟

ځواب:هغو هیوادونو ته،چې د پخوانی نظام الوتکو الوتنې لرلې ټولو ته الوتنې لرو.لکه ایران،پاکستان،ازبکستان،متحده عربی امارات،دوبی، ابوظبی،ترکیې،قطر،سعودی عربستان،کویټ او همدارنګه هند ته هم الوتنې پیل شوی دی.دغو هیوادونو ته افغانی الوتکې د پروازونو اجازه لری.ښه خبر دا دی،چې زموږ پروازونه د پخوا په پرتله ډېر شوی هم دی.

پوښتنه:څو هوایی شرکتونه فعالیت لری او د ترانسپورت او هوایی چلند له وزارت سره یې همغږی او همکاری څنګه ده؟

ځواب: د هیواد په کچه دوه فعال هوایی شرکتونه لرو،چې یو یې آریانا افغان هوایی شرکت او بل یې کام ایرشرکت دی. دغو شرکتونو پخوا هم فعالیت درلود او اوس یې هم فعالیت په نورمال ډول پرمخ درومی.بهرنی هوایی شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لری.لکه: د ایران ماهان، تابان او همدارنګه کیش ایرلین هوایی شرکت کندهار ته هم الوتنې لری.له کابل څخه مشهد ته په مستقیم ډول الوتنې ترسره کېږی.سربېره پردې د قطر هوایی شرکت او همداسې د پاکستان پی آی اې الوتکې هم افغانستان ته الوتنې لری.د دې ترڅنګ د ځینو مرستندویو هیوادونو الوتنې هم افغانستان ته تر سره کېږی. اوس د کورنیو الوتنو حالت ډېر ښه شوی دی.څه موده وړاندې آریانا افغان هوایی شرکت اعلان وکړ،چې غواړی شپږ مسافر وړونکې لویې او وړې الوتکې وپېری.دا خپله د دغه هوایی شرکت د پرمختګ څرګندویی کوی.د تېرو شلو کلونو په اوږدوکې دغه شرکت دومره وده نه وه کړې،چې  الوتکې وپېری.اوس د دغه شرکت اقتصادی پرمختګ ،چې د شپږو الوتکو د پېرلو توان یې پیدا کړی د پاملرنې وړدی.کام ایر شرکت پوروړی و، خو اوس پر دې توانېدلی،چې خپل پور ورکړی.دا کار د کام ایر شرکت د پرمختګ او ښه والی ښکارندویی کوی.د یاد شرکت همغږی او همکاری له موږ سره ښه ده.د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت هڅه کوی،چې خصوصی سکتور ته وده ورکړی،چې وتوانېږی هیوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کړی.څومره،چې د دواړو هوایی شرکتونو تر منځ همغږی او همکاری وده وکړی هغومره پرمختګ راولی.

پوښتنه:د تېر کال په پرتله حاجیانو ته د حج فریضې د اداکولو لپاره د خدماتو وړاندې کولو بهیرڅنګه و؟

ځواب: څرنګه،چې موږ تمه لرله، له هغې نه ښه حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر تر سره شو.په پخوانی نظام کې هوایی ډګرونه جوړ وو اوحاجیانو ته یې خدمات وړاندې کول هم آسانه کار و.موږ د هوایی ډګرونو په رغولو سره بېرته حاجیانو ته ښه خدمات وړاندې کړل.افغانستان ته د ۱۳۶۰۰حاجیانو سهم ورکړ شوی و.موږ د حاجیانو پروسه په ښه ډول مدیریت کړه او عربستان ته د هغوی   د لېږدولو لپاره موهم ښه خدمات وړاندې کړل او د آریانا افغان او کام ایر شرکتونو له خوا عربستان ته ولېږدول شول.د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ دغه پروګرام شپه او ورځ پلی او حاجیانو ته خدمات وړاندې شول.د بېرته راستنېدو پر مهال هم حاجیان له ښو خدماتو برخمن شول؛ نو د تېرکال په پرتله عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر په ښه توګه ترسره شو.

پوښتنه: ولایتونو او بهرنیو هیوادونو ته د مسافرو د تګ او راتګ لپاره څه وینا او پیغام لرئ؟

ځواب:د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت هڅه او هاند کوی،چې هوایی او ځمکنی ترانسپورت لا ښه شی،چې هیوادوالو ته ښې آسانتیاوې برابرې کړای شی. د پخوا په پرتله ترانسپورت ښه شوی دی.موږ د یوه کال په موده کې پردې وتوانېدلو ټولو هغو هیوادونو ته،چې پخوانی نظام الوتنې لرلې بېرته الوتنې فعالې کړو.د اسلامی امارت په لومړیو میاشتوکې له ډېرو ستونزو سره مخ وو،چې وروسته یادې ستونزې حل شوې او عادی حالت ته راوګرځېدو.زموږ مدیریت ښه و،نوځکه هوایی او ځمکنی ترانسپورت فعال او پر پښو ودرول شو.موږ د هوایی چلند او هوایی ډګرونو لپاره قراردادونه لاسلیک کړی،چې پرځان بسیا شی.هیوادوالو ته د دې ډاډ ورکوو،چې ښه خدمات به ورته وړاندې شی،چې دوی په خوندی توګه له یوځای څخه بل ځای ته تګ او راتګ وکړای شی.

((نوری))

 

ممکن است شما دوست داشته باشید