روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ترافیکی پېښو لاملونه او حللارې

له جنګ، انتحار، انفجار او نا امنو وروسته ترافىکی پېښې هغه څه دی، چې هره اوونۍ د لسګونو خلکو ژوند اخلی او کورنۍ یې د غم په ټغر کښېنوی. ترافىکی پېښې څه دی؟ د ترافىکی پېښو لاملونه څه دی او د مخنیوی لپاره ىې  حللارې کومې دی؟

هره هغه پېښه چې په سرکونو کې د دوو یا زیاتو نقلیه وساىلو له جنګېدلو وروسته پېښه شی او تلفات ولری یا یې ونه لری ترافیکی پېښه بلل کېږی. ترافیکی پېښې له ځانی او مالی زىانونو څخه خالی نه وی.په افغانستان کې پر نا امنۍ سربىره ترافىکی پېښې هغه څه دی، چې ډېر تلفات لری. د معلوماتو پر اساس له ۲۰۰۵څخه تر ۲۰۱۲ م. کال پورې تقرىباً ۳۵ زره کسان دترافىکی پېښو امله له منځه تللی دی. په افغانستان کې ترافیکی پېښې کال په کال زىاتىږی. په افغانستان کې هر کال نږدې څلور زره کسان ترافىکی پېښې کوی. دا په خپله ثابتوی، چې زموږ په هېواد کې د ترافىکې پېښو ګراف  له نورو هېوادونو لوړ دى.  د معلوماتو پر اساس ۷۰٪ ترافىکی پېښې په عامو لارو کې رامنځته کىږی. چې ددغو پېښو قربانىان ۶۳٪ نارىنه ۱۳٪ ښځې او ۲۲٪ ىې ماشومان دی.

د ترافیکې پېښو لاملونه :

په ترافىکی نهادونو کې د اداری فساد شتون: ویل کېږی په دغو نهادونو کې خلک په اسانۍ کولاى شی د موټرچلولو جواز تر لاسه کړی. د ىو راپور پر بنسټ،په کابل ښار کې له سلو موټرچلوونکو څخه پوښتنه شوې او له هغوى څخه څلوېښتو وىلی چې له قانونی لارې څخه یې جواز تر لاسه کړى؛ خوشپېتو نورو ىې بىا له نورو لارو څخه په ګټې اخىستنې جوازونه ترلاسه کړی.د ترافىکو د قوانىنو پر اساس، د جواز د تر لاسه کولو لپاره باىد(۷۲۰) افغانۍ ورکړل شی.

د سرکونو فنی ستونزې:د سرکونو په جوړولو کې بىړه کول، د سرکونو په جوړولو کې د غىر متخصصو او د کم تجربه کسانو ونډه اخىستل، د سرکونو د جوړولو لپاره د بودىجې کمښت… دا هغه لاملونه دی چې زموږ د هېواد سرکونه د نورو هېوادونو د سرکونو په څېر په ستندرد او معىاری شکل ونه اوسی.

د سرعت ډېروالى: لازمه ده چې د هېواد په هرې عامه لاره کې د ترافىکو پولیس موجود وی تر څو د موټرو سرعت کنترول کړی. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سرعت دکنترول لپاره بىلابىلې د پولىسو تمځایونه جوړ شوی، چې د موټرو سرعت کنترول کړی. په نورو هېوادونو کې که چېرې ډریوران له ټاکل شوی سرعت څخه تىرى وکړی؛ نو قانونی چلند ورسره کېږی. په ځىنو وختونو کې بىا له موټروانۍ څخه محرومېږی، خو زموږ په هېواد کې دا قانون هېڅکله هم نه دى عملی شوى او دا موټروانان دی چې د ځان لپاره سرعت ټاکی.

په لوىو لارو کې د ىو موټرچلوونکی شتون: روحی او جسمی آرامتىا د موټرچلونې اصلی او اساسی شرط دى، نو په لوىو لارو کې د ىو موټروان شتون کىداى شی د ده  ذهنی او روحی آرامتىا له منځه یوسی. د موټر چلوونکی ستړىا، خوب، روحی او جسمی ضعف د مسافرانو د ژوند لپاره ىو لوى تهدىد دى.

پر مخدره موادواعتىاد: زموږ په هېواد کې اکثره خلک پر مخدرو موادو روږدی دی، چې موټرچلوونکی هم پکې شاملېږی. دا له ټولو خطرناکه ده چې ىو نېشه ىی موټروان دې موټروانی وکړی. هغه نه ىوازې خپل ژوند؛ بلکې د نورو مسافرىنو ژوند ګواښی.

د ترافىکی علاىمو نشتون:  ترافىکی علاىم او رهنما هغه اصلی اړتىاوې دی چې په لوىو لارو کې ىې شتون لازمی دى تر څو موټرونه کنترول کړی. دغه علاىم له موټرچلوونکو سره مرسته کوی چې د لارو خاطرناک ځاىونه تشخىص او د مخنىوی لپاره ىې تىارى ونىسی، خو زموږ د هېواد په ځىنو لوىو لارو کې دغه علاىم نشته او که په ځىنو ځاىو کې وی هم هغه لږ دی.

د موټرچلونکو بې احتىاطی: بىلابىل لاملونه ددې سبب شوی چې اکثره موټرچلوونکی ترافىکی قواعدو او مقرراتو ته پاملرنه ونه کړی، او په بې توجهی سره مسافرىن له ىو ځاى نه بل ځاى ته رسوی. زىاتره ترافىکی پېښې چې منځته راځی دلىل ىې د موټرچلوونکو بې احتىاطی ښودل شوې.

د موټر چلونې په وخت کې له تلېفون څخه کار اخىستل: په نورو هېوادونو کې د موټرچلونې په وخت کې له تلېفون څخه کار اخىستل د قوانىنو خلاف ګڼل کىږی او د قوانىنو سرغړوونکی نقدی جرىمه کىږی، خو بدبختانه زموږ په هېواد کې زىاتره موټرچلوونکی د موټرچلونې په وخت له تلېفون څخه کار اخلی. دا ددې لامل ګرځی چې د موټرچلوونکی هوش او حواس موټرچلونې ته نه بلکې د تلېفون خواته شی او بالاخره دپېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځی. له بلې خوا د سرکونود عرض کم والى، دنقلىه وساىلو زىاتوالى او دنفوسو ډېروالى هم د پېښو د رامنځته کېدو لاملونه دی.

هغه لارې چارې چې ترافیکی پېښې څه ناڅه پرې کمېږی په لاندې ډول دی

‍ـ دترافىکو موظفىن او ىا پولىس دې ترافىکی قوانىن پر ټولو موټرچلوونکو په جدی ډول تطبىق کړی. تر څو د پېښو له رامنځته کېدو څخه لږ مخنىوى وشی.

ـ د تګ راتګ لپاره لازم مقررات وضح کړی، تر څو هر موټر په خپل مسىرحرکت وکړی.

ـ په سرکونو او لوىو لارو کې دې د موټرچلوونکو د لارښوونې لپاره ترافىکی نښې  بندې کړی. دبېلګې په توګه: د څراغونو لګول تر څو موټرونه په نوبت سره حرکت وکړی.

ـ هغو کسانو ته دې چې په موټرچلونې کې پوره مهارت لری جواز ورکړل شی او هغو کسانو ته چې د موټرچلونې پر اصولو سم پوه نه وی جواز ورنه کړل شی.د سرغړوونکو موټرچلوونکو جرىمه کول تر څو د قوانىنو ساتنه وشی.

ـ د موټرونو لپاره له مبدا څخه تر مقصده د سرعت ټاکل.

ـ د موټرچلونې په وخت کې د نېشه ىی توکو او تلېفون نه کارول.

ـ په لوىو لارو کې له څو موټر چلوونکو څخه کار اخىستل.

د پاىلې په توګه وىلى شو چې په ترافىکی نهادونو کې پوره سمون، د موټروانانو د موټرونو د سرعت ډېروالى،د ترافىکی علاىمو نشتون، قانون ماتول، د موټر چلوونکو بې احتىاطی او دې ته ورته نورې هغه سرغړونې او ستونزې دی چې د ترافیکی پیښو د ډېروالی لامل کیږی. د ترافیکو رىاست باید د ترافیکو اړوند ټول وساىل ولری او عام ولس یې باید په تطبىق کې پوره هڅه وکړی.

سعىده (( ساپۍ )) د کابل پوهنتون د ژبو او ادبىاتو پوهنځید پښتو څانګې د درېىم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید