روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تخار بنګی او خواجه غار ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغلې

د افغانستان د ملی دفاع وزارت وېیلی، چې افغان ځواکونو د تخار ولایت بنګی او خواجه غار ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو ونیولې.د دفاع وزارت پرون په خبرپاڼه کې وېیلی چې افغان ځواکونو د دغو ولسوالیو د تصفیې لپاره هوایی او مځکنی عملیات پیل کړی وو. خبرپاڼه کاږی، چې د بنګی او خواجه غار ولسوالیو د بېرته نیولو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له یادو ولسوالیو په شاه شوی دی، دغه راز د دې عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دی.د تخار ولایت بنګی او خواجه غار ولسوالۍ په دې وروستیو کې تر بریدونو وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې وې او افغان ځواکونو د ولسوالیو له مرکزونو تکتیکی شاتګ کړی و.د ملی دفاع وزارت وایی چې د دغو ولسوالیو په بېرته نیولو کې د سیمې ولسی پاڅونوالو هم د افغان ګډو ځواکونو سره مرسته کړې ده.بل خوا بیا وسله والو طالبانو  په بلخ ولایت کې د شولګرې او دولت اباد او د بغلان ولایت دوشی او جلګې ولسوالیو مرکزونو د نیولو ادعا کړې.ویل کېږی جګړه د تخار مرکز تالقان ښار څنډو ته رسېدلې ده،خو ملی دفاع وزارت وېیلی چې د مرکز تالقان اړوند ابدال او قره پرچو سیمو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دوی له شتونه یو شمېر کلی پاک شوی هم دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید