روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تخار اوسېدونکی د آی‌خانم ښارګوټی د تاریخی آثارو د ساتنې غوښتنه کوی

د آی‌خانم تاریخی ښارګوټی، چې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې موقعیت لری، د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اوس په یوې کنډواله بدل شوی دی.د یادې سیمې اوسېدونکی د اسلامی امارت له حکومته غواړی، چې په دغه تاریخی ښارګوټی کې د زورواکو د غیر قانونی کېندنو مخه ونیسی او د بیارغونې لپاره یې اقدام وکړی.د تخار اوسېدونکی اسدالله زمری وایی: (( د کورنیو جګړو پر مهال او له هغه وروسته دغه سیمې د زورواکو له‌خوا وکېندل شوې، د آی‌خانم تاریخی آثار بهرنیو هېوادو ته قاچاق شول او پیسې یې د مافیا جېبونو ته لاړې. اوس هم ښار او ولسوالیو کې د دغې سیمې ځینې تاریخی ډبرې د زورواکو له‌خوا ساتل کېږی.))د دشت‌ کلا ولسوالۍ اوسېدونکی همداراز له حکومت څخه د یاد تاریخی ښارګوټی د بیارغونې او ساتنې غوښتنه کوی.د دشت‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالکریم سلام‌وطندار ته ویلی، چې آی‌خانم ښارګوټی د افغانستان له تورېستی سیمو څخه ګڼل کېږی او حکومت یې باید د بیارغونې غم وخوری.په همدې حال کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولین دغه ولایت کې د تاریخی آثارو د ساتنې لپاره د یوه ځانګړی ځای د جوړېدو او تاریخی توکو د راټولېدو خبر ورکوی.د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عین‌الدین مطمین وایی:  ((اسلامی امارت ژمن دی چې تاریخی او لرغونې سیمې بېرته ورغوی او کورنی او بهرنی سیلانیان ورته رامات کړی.))تخار نږدې ۲۰ تاریخی او لرغونې سیمې لری ،چې د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله یې یو‌شمېر له‌ منځه تللی دی.همداراز په دې ولایت کې د زورواکو له لوری ناقانونی او خپل‌سرې کېندنې او بهر ته د تاریخی آثارو قاچاق هغه څه دی ،چې له امله یې د تخار تاریخی سیمې تر ډېره زیانمنې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید