د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: په هېواد کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پر وړاندې د تاوتریخوالی وروستۍ څپه د افغان ولس او ټولنې پر وړاندې سیستماتیک یرغل دی.ده چې وړمه ورځ یې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا په ۲۶ غونډه کې خبرې کولې ووېیل ،چې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسی بشری حق سوله ده، چې ورته ورسیږی.ولسمشرغنی په افغانستان کې پر اقتصاد د روانې جګړې د اغېزو په اړه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د یو معلومات راټولوونکی سازمان په حواله وویل، چې یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو سره تړلو فعالیتونو د افغانستان کورنیو ناخالصو عوایدو ته ۶،۱۸ سلنه زیان اړولی دی.نوموړی دغه راز په وویل، چې په افغانستان ۱۵۲ زره کسان د جګړو له کبله معلول شوی او شاوخوا ۴۰۰ زره کسان بیا په کور دننه د جګړو له کبله بېځایه شوی دی.جمهو رییس غنی د بشری حقونو د شورا په ۴۶مې عادی غونډه کې د وینا پر مهال دا هم وویل، چې په ایران او پاکستان کې لا هم شااوخوا پنځه میلیونه افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوی.د ولسمشر په وینا: سولې ته لاسرسی د افغانستان ملی لټون دی او زیاتهیې کړه ،چې دا مهال ټول افغانان د یو داسې دیموکرات خپلواک او یو موټی افغانستان د جوړولو لپاره ګډه اجماع لری، چې هم خپلو کې او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړی.جمهور رییس وویل: دا مهال سولې ته د سیاسی هواری له لارې د رسېدو په برخه کې د تاریخ په یو نادره شېبه کې دی او پر وینا یې افغانان او حکومتیې د دې پرانیستې شېبې د بېړنیتوب درک لری.دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر تل په خپلو خبرو کې په ټینګار ویلی، چې افغان دولت سولې ته ژمن دی، خو طالبان دې خبرو ته ژمنتیا نه لری.