د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او کاندید وزیر ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده پرون په غونډه کې، د لوى اختر ( د سرتېری اختر) په مناسبت د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته مبارکی وویله.په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه، ډاکټر وفایی زاده د دغه وزارت د کارکوونکو او مسوولینو د هلوځلو چې په ناڅېزو امکاناتو سره یې د فرهنګی میراثونو او تاریخی ودانیو د ساتنې په خاطر ترسره کړې دی، قدردانی وکړه. ده څرګنده کړه ،چې د تاریخی ودانیو، فرهنګی میراثونو او د افغانستان د خلکو د ملی شتمنیو په ساتنه کې د ټولو هېوادوالو په تېره بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولینو او کارکوونکو مسوولیتونه د هر وخت په پرتله په اوسنیو سختو شرایطو کې ډېر شوی دی.ده ووېیل: د ملی مسوولیت د ادا کولو لپاره باید پر عمومی افکارو، ذهنیت جوړولو، د فرهنګ پر ساتنې او ملاتړ او د افغانستان د نظام او ملی ګټو پر دفاع، په ګډه کار وکړو.وروسته د فرهنګ او هنر معیین هارون حکیمی د فرهنګ او هنر د نقش په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې باید د فرهنګ او هنر له لارې ذهنیت جوړونه وشی او هم د هېواد د فرهنګی هویت د ژوندی ساتلو په خاطر په مسوولیت منونکې روحیې سره پرله پسې هلې ځلې وشی.همدارنګه په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معیین عبدالمنان شېوای شرق په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: د نظام د ملاتړ لپاره باید هره شېبه هڅې وکړو او د هېواد خلکو ته د فرهنګی پوهې زمینه برابره کړو.ده زیاته کړه، چې له اوسنی سخت وضعیت څخه د هېواد د ژغورنې لپاره باید ټول خپل ملی او دینی مسوولیت ادا کړی ،چې د افغانستان د تاریخ پر وړاندې یې سرونه ټیټ نه وی. دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رییسې محبوبې بابکرخېل او د باختر اطلاعاتی آژانس رییس نجیب الله شینواری هم خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د فرهنګی او مناسبتی پروګرامونو د ترسره کولو په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل، د فرهنګی او رسنیزو فعالیتونو په برخه کې یې د خپلې ژمنتیا او مسوولیت منلو ډاډ ورکړ. باختر