روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د  (بیزو تڼاکې) ویروس څومره ګواښونکی دی؟

شاوخوا دوه کاله د کرونا ویروس سره له مقابلې وروسته په نړۍ کې ورځنی ژوند عادی حالت ته راګرځېدونکی و ،چې اوس  د ((بیزو تڼاکې)) په نامه نوی ویروس د خطر زنګ  دی.

که څه هم دغه ویروس د کووید-۱۹ په څېر په چټکۍ نه خپرېږی، خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له وخت سره سم د ګامونو نه پورته کول نړۍ د یوې بلې وبا سره مخ کولی شی.

مونکی پاکس یا د بیزو تڼاکې ویروس څه شی دی؟

دا یو داسې ویروس دی،چې په اساسی توګه له حیواناتو انسانانو ته انتقالېږی، د (Poxviridae) ویروس له خاندانه دی، چې په مجموعی توګه په کې ۸۸ ډوله ویروسونه شتون لری.

مونکی پوکس څرنګه ناروغی ده، نښې یې کومې دی او ژوند ته مو څومره خطر پېښوی؟

مونکی پوکس یوه معتدله ویروسی ناروغی ده، چې لومړی په بیزوګانو کې وپېژندل شو او انسانانو کې په نادره توګه خپرېږی. د خپرېدو لامل یې له ناروغ سره نږدې تماس دی، چې نښې نښانې یې تبه او یو ډول ځانګړی خارښ ښودل شوی دی.

دا ناورغی پر بدن لومړی له تبې سره د خارښ په توګه پیل او په دانو بدل شی، چې دوه ډولونه لری. لومړی یې د لویدیځې افریقا ډول یا کلید دی او دوهم یې د منځنۍ افریقا ډول دی چې کانګو بیسن ورته ویل کېږی.

لومړی ډول یې د انسان ژوند ته خطر نه پېښوی ،چې له دې څخه د مړینې تناسب یو سلنه او له دوهم ډوله لس سلنه د مړینې ګواښ اټکل شوی دی.

د مونکی پوکس نوم په اورېدلو سره به هرو مرو ستاسې ذهن ته بیزو هم راځی ،چې د دې په خپرولو کې یې کردار شته دی.

په حقیقت کې، په ١٩۵٨ م کال د ډنمارک په لابراتور کې په ساتل شویو دوو بیزوګانو کې دغه ناروغی وموندل شوه. البته دا منل شوې چې د دې ویروس سرچینه بیزو نه ده او نه هم له بیزوګانو انسانانو ته انتقال شوی دی.

د راپورونو له مخې ،کارپوهان نه دی توانېدلی،چې د مونکی پوکس ویروس اصلی سرچینه ومومی، خو ویل کېږی چې افریقایی موږکان د دې د خپرېدو اصلی لامل دی.

په نړۍ کې د دغه ویروس لومړۍ پېښه په ۱۹۷۰م کال کې په افریقایی ((ډیموکراتیک جمهوری کانګو)) کې په یوه ماشوم کې راپورته شوې وه.

که د بیزو تڼاکې ناروغی لرونکی ځناور انسان وخوری، ټپی یې کړی، په پنجه یې ووهی او یا هم انسان د دې فاضله موادو او لاړو سره کوم ډول نږدې اړیکه ولری، دغه ناروغی ور انتقالېږی او بیا له یوه انسانه بل ته په نږدې تماس نیولو سره انتقالیدلی شی.

د دغه ویروس د خپرېدو کچه څومره ده؟

د امریکا نیوجرسی ایالت د زراعت محکمې پر ویبپاڼه د شته شمېرو له مخې له یوه انسانه بل ته د مونکی پوکس ویروس د خپرېدو کچه له ۳،۳ څخه د ۳۰ سلنې ترمنځ ده، خو په کانګو کې اوس د دې د خپرېدو کچه ۷۳ سلنه ښودل شوې ده.د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وایی ،چې که څه هم تر دې دمه د ویروس خپرېدو کچه ټیټه ده، خو دا لومړی وار دی چې نړۍ ته په دا ډول خپرېږی.که کوم کس د مونکی پوکس ښکار وی او لا په کې نښې نه وی څرګندې شوې هم بل ته د نږدې اړیکو له لارې انتقالولی شی، باید اغېزمن کس تر ۲۱ ورځو له نورو ګوښه وی.

دغه ناروغی په افریقایی هېوادونو کې له لسیزو راهیسې شتون لری، خو زیاته ساری او چټکه خپریدونکې نه ده، خو په لومړی ځل یې په اروپایی او ځینو آسیایی هېوادونو کې نښې نښانې لیدل شوې دی.د روغتیا نړیوال سازمان وایی ،چې د بیزو تڼاکې ناروغی وژونکې نه ده ،خو یو ناروغ باید تر درېو اوونیو یا ۲۱ ورځو قرنطین وی،چې نورو ته ویروس انتقال نه شی.

مونکی پوکس درملنه څرنګه کېدلی شی؟

یاد سازمان زیاتوی چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړی واکسین هم چمتو شوی، خو لا په ډله ییزه توګه دغه واکسینو وېشلو ته اړتیا نه لیدل کېږی. دغه درمل او واکسین په پراخه کچه بازار کې نه موندل کېږی، خو که چېرې د ویروس خپرېدل دوام ومومی درمل به کم شی.

تر دې مهاله د مونکی پوکس ویروس د نړۍ له شلو زیاتو هېوادونو کې خپور شوی،چې ډېر یې اروپایی هېوادونه دی. د روغتیا سازمان د راپور پر اساس اوس  ۲۳۷ مثبتې او مشکوکې قضیې ثبت شوې دی.د آسیایی هېوادونو په ترڅ کې عربی امارات لومړی هېواد دی چې د دغه ویروس لومړۍ پېښه یې ثبت کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید