روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بګرام هوایی اډې رادار او مخابراتی سیستمونه بېرته فعال شول

د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې مسوولین وایی: د بګرام هوایی اډې د رادار او مخابرې سیستمونو یې بېرته فعاله کړل.په لومړیو کې داسې اندېښنې وې، چې ګواکې له بګرام هوایی اډې د امریکایی سرتېرو تر وتلو وروسته به د دغه هوایی ډګر د رادار او مخابرې سیستمونه غیر فعاله شی، خو برعکس افغان حکومت په دې وتوانېده، چې دا سیستم بېرته فعاله کړی.د افغانستان دملکی هوایی چلند ادارې په خبرپاڼه کې وېیلی، چې د امریکایی سرتېرو د وتلو پر مهال دا سیستم غیر فعال شوی و او وړمه ورځ ناوخته یې بېرته فعاله کړ.خبرپاڼه زیاتوی، دا دوه سیستمونه به د بګرام هوایی ډګر او حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر د الوتکو لارښود لپاره کارول کېږی.د یادولو وړ ده ،چې د بګرام هوایی اډې ټول مسوولیت افغان سرتېرو ته وسپارل شو او امریکایی ځواکونه ترې ووتل.ملی دفاع وزارت چارواکی وایی: تر دې وروسته به افغان سرتېری له دغه هوایی ډګر څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید