روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه دې ژر پر افغانستان مالی محدودیتونه ختم کړی

د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی او ترې غوښتی یې دی، چې ژر تر ژره پر افغانستان مالی محدودیتونه ختم کړی.ددغې ادارې په راپور کې په افغانستان کې بشری او اقتصادی وضعیت ترینګلی دی.دغې ادارې ټینګار کړی، چې له همدې امله جدی اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالی فشارونه ختم کړی.د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی ، چې د خلکو د ژغورلو او دبشری فاجعې د مخنیوی لپاره پر افغانستان محدودیتونه او مالی فشارونه پای ته ورسوی.د بښنې نړیواله اداره وایی: اوس ځینو هېوادونو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې ، چې بسنه نه کوی .د سرچینې په وینا له ټولو ښه لاره چې افغانستان له ناورینه ژغورل کېږی دا ده، چې د دغه هېواد مالی زېرمې آزادې شی او د اقتصادی ودې لپاره مرستې ورسره وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید