روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: له افغان کډوالو سره دې غیر انسانی چلند ختم شی

د بښنې نړیوال سازمان پرون د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلی ،چې افغان کډوال په یو شمېر هېوادونو کې له انسانی حقونو بې برخې دی. یاد سازمان د ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او مالیزیا نومونه په ځانګړی ډول یاد کړی او ویلی یې دی ،چې په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی.

د بښنې د نړیوالې ادارې په اعلامیه کې ویل شوی ،چې افغان کډوال د کار او زده کړو حقونه نه لری او دغه راز د قانونی اسنادو د نه لرلو له کبله هم له جدی ستونزو سره مخ دی. یاد سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره غیر انسانی چلند پای ته ورسوی او په زوره دې افغانستان ته د هغوی ستنول ودروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید